د پوهنې وزارت د افغانستان له پاره د ناروې کمیټې او دوه نورو بنسټونو سره د ۱۱،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې هوکړه لاسلیک کړه.
د پوهنې وزیر د سه شنبې په ورځ (اګست ۹مه) کابل کې څلور هوکړه لیکونه د "پوهنې ته مرسته" تر نامه لاندې د ۱۱،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ناروې کمیټې له درېیو بنسټونو، اړ خلک او پاملرنې سره لاسلیک کړل، چې له مخې به يې پرمختللي درسي صنفونه او د سواد زده کړې له پاره نورې اسانتیاوې برابريږي.
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي غونډې ته وویل، چې د هیواد په ولایتونو کې ښوونکو او زده کوونکو ته ښو ښوونیزو خدمتونو عرضه کولو له پاره، دغو درېیو بنسټونو یو ځل بیا له دغو بنسټونو سره د مرستې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي او ددغې هوکړې لګښت د مرستندویه هیوادونو له خوا وزارت ته ورکول کیږي.
د دوه هوکړه لیکونو پر بنسټ، چې د پوهنې وزارت او پاملرنې ترمنځ لاسلیک کیږي، دغه بنسټ د هیواد په لرې پرتو لکه د کاپیسا، پروان، خوست او پکتیا ولایتونو سیمو کې د شاوخوا ۹ زرو زده کوونکو له پاره ۳۱۴ ښوونځي جوړوي، چې دغه ښوونځي به په دوو پړاونو کې جوړې شي او د ۱ نه تر ۵ کلونو وخت ونیسي.
په غزني، بدخشان او فاریاب ولایتو کې د ۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ۲۵۰ ښوونځیو له ۲ زره زیاتو زده کوونکو ته د درسي موادو او لابراتواري اسانتیاوو برابرول به د افغانستان له پاره د ناوري کمېټې پر غاړه وي.
یاده دې وي، چې د اړ خلکو بنسټ په ننګرهار او هرات ولایتونو کې د ۳۸۶ زرو ډالرو په ارزښت ۵۶۰۰ تنو نالوستو ته ۲۸۰ سواد اموزي کورسونه جوړوي.