
د کابل ښار په ښوونځیو کې هم زده کوونکو خپلو ښوونکو ته د ګلو ګیډیو او نورو ډالیو سره دا ورځ ونمانځله.
پر دې ورځ زده کونکي، دهغوی کورنۍ او چارواکي ښوونکو ته د درناوي مراتب څرګندوي.
د اکتوبر ۵ چې یونسکو د ښوونکي ورځ نومولې هرکال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي.
د ښوونکي ورځ سږکال داسې مهال ونمانځل شوه، چې یو شمیر ښوونکي پر دولت له دې امله نیوکې کوي، چې ددوی ژوند ته چندان پام نه کوي.
دغه ښوونکي وایي، چې اوس دوی له ګڼو ستونزو لکه د تنخوا کموالي، د بستونو نشتوالي، د ماکولاتو نه ورکړې او بې سرپناهي کړیږي.
د کابل ښار یو تن ښوونکې رڼا سلام وطندار ته وویل، چې ښوونکي ډیرې ستونزې لري او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
نوموړې زیاته کړه، هغه ژمنې چې د تنخوا په هکله و هغه عملي نه شو.

همدارنګه بل ښوونکي نظیف الله منیب وویل، چې په اوس وخت کې پر دولتي معاش د ښوونکو ژوند ګران کار دی.
په همدې حال کې د کابل ښار د پوهنې رییس محمد سید منصور وایي، چې سره له دې چې دوی ډیرې لاسته راوړنې لري خو لاهم یو لړ ستونزې شته چې ښوونکي ورسره لاس او ګریوان دي، خو دوی ځینې ستونزې حل کړې هم دي.
منصور زیاته کړه، چې په قانون کې بدلون راغلی او په دې سره به د بستونو ستونزه هم حل شوې ده.
هغه وایې، ډېر ژر به دی او ډېر ژر به د ولسمشر له لوري توشیح شي.
د کابل ښار د پوهنې رییس وویل، چې د ښوونکو حقوق کمي او بې سرپناهي ستونزې له حکومت سره شریکې شوي او دوی ډاډه دي چې ډیر ژر به حل شي.





