د افغانستان د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت چارواکي وايي، په نږدې وخت کې به د بغلان ولایت د پلخمري هوايي ډګر د جوړولو چارې پیل شي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ډاکټر محمدالله بتاش نن (چهار شنبه) د بغلان ولایت د پلخمري هوايي ډګر د سیمې د لیدلو پر مهال رسنیو ته وویل، چې دغه هوايي ډګر به د خواجه الوان په دښته کې جوړ کړي.
بتاش وايي، د پلخمري هوايي ډګر به د مرکزي اسیا د وصل سیمه وي او زیاته یې کړه، په دې ډګر ټولټال ۲۰۰ میلیونه ډالر لګښت کېږي، چې بودیجه یې نړیوال بانک ورکوي.
د ټرانسپورټ وزیر وویل، بغلان مهم ټرانزیټي ولایت دی او دوی به په دې ولایت کې د سوداګرۍ او تراسپورټ د ودې له پاره ۸ ترمینلونه هم جوړ کړي.
وزیر په دې سفر کې وویل، د تخنیکي برخې مامورین په دې څېړنه کوي، چې دغه ټاکل شوې سیمه د اقتصادي، ټولنیزې او د تیارو د کېناستو او پورته کېدو له پلوه څومره ارزښت ناکه ده.
په همدې اړه د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، خلک له حکومت همدا غوښتنه لري، چې هوايي ډګر ورته جوړکړي او خلک لېواله دي، چې د دې ډګر امنیت په خپله وساتي.
والي وویل، دا یوه حیاتي پروژه ده او بغلان میشتو ته به کاري زمینه هم برابره کړي.
د پلخمري هوايي ډګر د نقشې کولو چارې د داود خان په وخت کې بشپړې شوي، چې لومړني کارونه یې بیا د ډاکټر نجیب الله په وخت کې ترسره شول.
په هېواد کې د روانو جګړو له امله د دې ډګر د جوړولو چارې همداسې پاتې شوي وې، چې اوس د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا یو ځل بیا جوړیږي.