د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکي دولت د ناامنیو په تړاو تورونوي او وايي، چې په وروستیو دوو میاشتو کې په خیرخانه کې ۱۱ قتلونه شوي دي.
تېره شپه د ندیم په نوم یو نوی ځوان، چې په خیرخانه کې هټیوال و؛ د یو شخص له خوا په زړه باندې په چاقو ووهل شو او مړ شو.
ندیم نن، د خپلۍ او خپلوانو له خوا خاورو ته وسپارل شو.
د ندیم پلار محمد نعیم له اوښکو نه په ډکو سترګو سلام وطندار ته وویل، چې ۱۷ کلن زوی یې تېره شپه د ماسخوتن د لمانځه له پاره جومات ته روان و، چې د یو شخص له خوا په چاقو باندې وژل شوی دی.
نعیم همداراز وايي، تورن شخص د ندیم له وژلو وروسته تښتېدلی دی.
په ورته وخت کې د ندیم پلار وايي، مخکې له دې چې ندیم ووژل شي؛ دوځلې تهدید شوی و او نامشروع غوښتنې ترې شوې وې، چې له لفظي شخړې وروسته، تېره شپه په داسې حال کې ووژل شو، چې دی او زامن یې له ندیمه لېرې وو.
بل لور ته د کابل د جنايي جرمونو د څېړنې رییس فریدون عبیدي سلام وطندار ته وویل، پولیس د قاتل د نیولو له پاره جدي پلټنې کوي او ډېر ژر به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
د ندیم کورنۍ د هېواد امنیتي ارګانونو ته خبرداری ورکوي، چې ډېر ژر دې د ندیم قاتل ونیسي؛ ګنې دوی به خپله د هغه د پیدا کولو اقدام وکړي.
د ځايي اوسېدونکیو په خبره، دا د کابل د خیرخانې په سیمه کې په وروستیو دوو میاشتو کې ۱۱م قتل دی، چې کېږي، خو پوښتنه دا ده، چې ولې د دې سیمې امنیتي حوزې د ځايي اوسېدونکیو امنیت نه شي ټینګولی؟