.jpg)
دا څرګندونې د وژل شوې زهرا د مور او پلار دي، چې له غوره راغلي او اوس یې د کابل ښار په علاوالدین پارک کې د تحصن خېمه درولې ده.
۱۴ کلنه زهرا نومې جلۍ چې د غور فیروز کوه ولسوالۍ اوسېدونکې وه؛ د خسرخېلو له خوا څو ورځې مخکې وسوځول شوه، چې تېر مازدیګر یې د کابل په استقلال روغتون کې ساه ورکړه.
کابل کې د زهرا پلار محمد اعظم سلام وطندار ته وویل، چې لور یې د خسرخېلو له خوا په چاقوګانو وهل شوې، نوکان یې له غوښې رابېل شوي او د تېلو له ورپاشلو وروسته اور وراچول شوی دی.
محمد اعظم زیاته کړه، چې زهرا یې د کابل په استقلال روغتون کې د درملنې په پار بستر کړه، چې له لنډې مودې وروسته یې د یکشنبې په مازدیګر ساه ورکړه.
د زهرا دا ډول مړینې یې پلار کمزوری کړی دی. هغه په ژړغوني اواز وویل،
چې د لور یې ۴ میاشتنی ماشوم په ګېډه و، چې په روغتون کې له یو ساعت درمنلې وروسته د تل له پاره له دوی نه جلا شوه.
د زهرا پلار زیاته کړه، که يې څوک خېمه لرې کړي او زهرا د روغتون له سړې خونې بهر کړي؛ بیا هم له خپلې غوښتنې نه تېرېږي. اعظم وايي، تر هغې چې د زهرا قاتلان نه وي محاکمه شوي؛ دوی به له دې ځایه ونه خوځېږي.
.jpg)
محمد عظم وايي، که زور واکي په دې هڅه کې شي، چې له استقلال روغتونه د زهرا مړی وباسي او خاورې ته یې وسپاري؛ خو دوی به بیا هم ټينګار کوي، که د زهرا جسد خاورې ته وسپارل شي؛ مجرمان به یې هسکه غاړه ګرځي او دوسیه به یې د تل له پاره وتړل شي.
تازه ګل د زهرا مور ده، چې کابل ته د خپلې وژل شوې لور عدالت غوښتنې په موخه خېمه کې ناسته ده، وايي چې د لور له واده یې دوه کاله تېر شوي، خو اوس چې یې قوارې ته ګوري؛ نه پېژندل کېږي.
هغه له ولسمشر محمد اشرف غني غواړي، چې د زهرا قاتلان محاکمه کړي.
نوموړې زیاتوي، چې کابل کې یې د عدالت غوښتنې غږ پورته او اوس په خپله سیمه کې ورته ژوند کول له مرګ سره تړلی دی.
مدني فعاله ویدا ساغري هم د زهرا د مور او پلار سره د تحصن په دې خېمه کې ناسته ده، ساغري سلام وطندار ته وویل، چې له تحصنه یې موخه د عدالت غوښتنه ده.
مېرمن ساغري وايي، چې د زهرا په قضیه کې ګرم کسان باید محاکمه او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
ساغري ټينګار کوي، چې د تحصن او عدالت غوښتنې دا خېمه به تر هغې ولاړه وي، چې له ښځو سره د زور زیاتي کسان د قانون منګولو ته نه وي سپارل شوي، ځکه پر وینا یې، له دې وړاندې د روخشانې قضیه همداسې بې برخلیکه پاتې شوه.