ارګ: د ترکيې ولسواکۍ ضد کودتا ته اندېښمن یو

د نړۍ نورو هېوادونو ترڅنګ افغان حکومت هم د ترکيې له منتخب حکومت خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته يې کړه، چې کودتا د ولسواکۍ د لارې تر ټولو ستر خنډ دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان د کودتاوو ترخه تجربه لري او د ټاکنو له لارې په سوله ییز ډول د واک پر ليږد باور لري.

د ارګ په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، د افغانستان دولت او ملت باور لري، چې کودتايي هڅې د دموکراسۍ، سوله، ټيکاو او پرمختګ د لارې خنډونه دي او کابل د ترکيې پر کودتا اندېښمن دی.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د ترکیې د پوځ یوې ډلې د کودتا هڅه وکړه، خو له کودتاچیانو سره د پوځ د اکثرو غړو د نه همکارۍ او د ولس د مقاومت په نتیجه کې دغه پلان شوې کودتا ناکامه شوه.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړ، چې کودتاچیانو ته به سخته سزا ورکوي.

اردوغان خپلو پلویانو ته د بېلابېلو ټولنیزو پاڼو له لارې امر کړی، چې اوس هم باید په واټونو کې و اوسي او د یو بل کودتا امکانات هم شته.

له بل لوري د ترکیې سرپرست  لوی درستیز وایې پوځ په پام کې لري، چې د موازي حکومت یو شمیر غړي منفک کړي.

تر اوسه په دې اړه  ۱۵۶۳ تنه پوځیان نیول کېدو سره سره د یاد هېواد د پوځ پنځه جنرالان او ۲۹  ډګروالان له خپلو دندو لرې شوي هم دي.

یاده دې وي، چې د کودتاچیانو د بریدونو او چاودونو له امله۹۰ کسان وژل شوي او شاوخوا  ۱۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام