.jpg)
د بنګال هېواد په "ټایګرووډ" مشهور ګالف لوبغاړی صدیق الرحمان د برازیل په کوربتوب د روان کال سترو المپیک سیالیو ته لار پیدا کړه.
دغه لوبغاړي نیغ په نیغه د ۲۰۱۶ کال "ریو" المپیک سیالیو کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.
د انډین اکسپریس د معلوماتو له مخې صدیق الرحمان د ګالف نړیوال فدراسیون په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د نړیوالو ګالف لوبغاړو په درجه بندۍ کې ۵۶ م مقام ترلاسه کړی او له همدې کبله مخامخ د لومړي ځل له پاره المپیک سیالیو ته ورسېد.
د ګالف نړۍ ۶۰ مخکښ لوبغاړي به دا ځل د برازیل په سترو المپیک سیالیو کې د لوبېدو اجازه ولري.
.jpg)
ټاکل شوې، چې له ۴ کلونو انتظار وروسته سترې المپیک سیالۍ د روان کال د اګست میاشتې په ۵ مه نېټه د نړۍ د نېږدې ۱۰ زره لوبغاړو ترمنځ په ۲۸ ورزشي رشتو کې د برازیل په "ریو" ښار کې پیل شي.
بنګله دېش ته تراوسه د المپیک سیالیو په تاریخ کې هېڅ کومې لوبغاړي یې مډال نه دی ګټلی.
د بنګله دېش هېواد ټولو لوبغاړو د المپیک په تاریخ کې له ټاکنیز پړاو لوبولو پرته د "وایلډ کارټ" له مخې ګډون کړی، چې دغه چانسونه د المپیک نړیوالې شورا او یا هم د نړیوالو ورزشي فدراسیونونو لخوا ورکړل شوي دي.
.jpg)
که له یو اړخه د بنګله دېش لومړی ګالف لوبغاړی صدیق الرحمان د برازیل المپیک سیالیو ته ورسېد، خو د جیسن ډي، روري میکلوري او جورډن سپیت په څېر مشهور ګالف لوبغاړو بیا په برازیل کې د "زیکا وایروس" له کبله په المپیک نړیوالو سیالیو کې له لوبېدو انکار کړی.
المپیک سیالیو ته رسېدونکی بنګله دېشی د ګالف لوبغاړی صدیق الرحمان ۲ ځلې د اسیا په کچه د ګالف سیالیو اتل پاتې شوی.
ویل کېږي، د بنګله دېش لخوا به دا ځل د برازیل په سترو المپیک سیالیو کې ۴ لوبغاړي په بېلابېلو ورزشي رشتو کې ولوبیږي، چې صدیق الرحمان به د سیالیو په پرانیست غونډه کې د بنګله د دې هېواد د بیرغ په لېږدولو د بنګله دېش ډلې مشري وکړي.





