
د انګلستان په کورنیو فوټبال سیالیو کې مشهور لوبیدونکي (بولټن) فوټبال کلب په دې هڅه کې دی، ترڅو افغان فوټبال لوبغاړی یوسف شیردل خپلې لوبډلې ته جذب کړي.
د (برن ډین ایسیس) ویبپاڼې د راپور له مخې، انګلستاني فوټبال کلب له افغان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي سره تړون ته نږدې شوی او ډير ژر به د لومړي ځل لپاره د انګلستان په مخکښه فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د کوم افغان لوبغاړي د لوبیدو دغه تاریخ او ریکارډ ثبت شي.
یوسف شیردل په دې وروستیو کې په سویډن کې د ازموینې او لیاقت ښودنې یوې اونۍ کمپ پای ته ورساوه او اوسمهال انګلستان ته رسیدلی دی.
په المان کې میشت افغان فوټبال لوبغاړی د المان د بیلا بیلو کورنیو لوبډلو سره لوبیدلی دی، خو تراوسه د کوم مخکښ فوټبال کلب په ګټه نه دی لوبیدلی.
که بولټن له افغان لوبغاړي سره تړون لاسلیک کړي، نو یوسف شیردل به نه یواځې لومړی افغان بلکې لومړی اسیایي فوټبال لوبغاړی وي، چې د بولټن په اوسنۍ لوبډله کې لوبیږي.
یوسف شیردل د المان په څلورمه لیکه فوټبال سیالیو کې د (اي، ټي وي، ایس) لوبډلې په ګټه ولوبید، چې په ۲۸ لوبو کې یې ۶ ګولونه ترسره کړل او خپله لوبډله یې ۳ م مقام ته ورسوله.
د یاد الماني فوټبال کلب سره د لوبیدو ترڅنګ یوسف شیردل اوسمهال له یوې لوبډلې سره هم تړون نه لري او بولټن لوبډلې له پاره په منځنۍ لیکه کې یو ښه انتخاب شمیرل کیږي.
.
دغه افغان لوبغاړی په ۲۰۱۵ م ز کال کې د سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو لپاره د لومړي ځل له پاره افغان ملي لوبډله کې شامل شو، خو د ناروغتیا له کبله یې لوبې ترسره نه شو کړای.
یوسف شیردل، چې اوسمهال ۲۳ کاله عمر لري د روان کال په مارچ میاشت کې د لومړي ځل له پاره د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په ګټه د جاپان خلاف ولوبید.
نوموړي تراوسه ۲ ځلې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لپاره د جاپان او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي دي، چې د سنګاپور خلاف ۲ د ۱ ګول په بریا کې یې د افغانستان په ګټه خپل لومړی نړیوال ګول هم ترسره کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې د فوټبال نړۍ کوم مخکښه کلب د یوسف شیردل جذبولو ته زړه ښه کوي، بلکې وړاندې هم د انګلستان مخکښه فوټبال کلب ویسټ هام، اورلینډو سیټي او دغه راز د سکاټلینډ کلب (جاینټس رینجرز) لوبډلو د یوسف شیردل په جذبولو کې لیوالتیا ښودلې وه او په دې موخه دغه لوبغاړی په خپلو ازمایښتي کمپونو کې هم لوبولی، خو جذب کړی یی نه وو.
بولټن ونډررز فوټبال لوبډله که څه هم تراوسه د انګلستان په مخکښه لومړۍ لیکه (پریمیرلیګ) سیالیو کې نه دی لوبیدلی، خو ۳ ځلې یې د انګلستان حذفي جام فوټبال اتلولۍ ګټلي دي.





