
د دایکندي ولایت د ښځو چارو رییسه ذکیه رضایي وایي، چې په دې ولایت کې په نشو د روږدو مېرمنو شمېر مخ په زیاتېدو دی او دغه ښځې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د دې ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو مېرمنو د پېژندنې په لټه کې دي، چې په راتلونکي کې ورته د درملنې زمېنه برابره کړي.
مېرمن رضایي په خبرداري سره وایي، که دغې ټولنیزې ستونزې ته حل لار ونه لټول شي دا به په اوږدمهال کې د روږدو ښځو ستونزې لا ډېرې کړي.
ذکیه رضايي زیاتوي، چې "روږدې ښځې له هر پلوه زیانمیږي؛ روږدې ښځې هېڅ ډول عاید نه لري، اقتصادي امکانات نه لري او دوی کله وخت بدلمنۍ ته مخه کوي، نو باید د دې ستونزې حل له پاره اساسي حل لار وموندل شي."
په همدې حال کې د دایکندي د عامې روغتیا ځای ناستی رییس قربان الهام وایي، چې د دې ښکارندې کمېدو او مخنیوي په اړه یې له روږدو ښځو سره کار پیل کړی دی.
نوموړي وویل، چې هره میاشت یوه ولایتي روغتیایي غونډه لري او په دې غونډه کې هڅه کوي، چې دغه موضوع په اجنډا کې شامله کړي او په وینا يې، چې کله په ولایتي روغتیا یي غونډه کې تایید شي؛ بیا یې د عامې روغتیا وزارت ته ولیږو او په هغه صورت کې چې هغوی یې هم تایید کړي؛ نو بیا په دې برخه کې هرو مرو هڅې وکړي.
په دایکندي ولایت کې د روږدو ښځو په اړه اندېښنې داسې مهال ښودل کېږي، چې اوسمهال پر نشو د روږدو کسانو د درملنې له پاره یو شل بستریزه مرکز فعال دی، چې هغه یوازې د نارینه وو، له پاره دی او چارواکي یې په دې مرکز کې د روږدو ښځو درمنله نه کوي.
.jpg)
په ورته وخت کې د دې ولایت ځینې مېرمنې له دولت نه غواړي، چې په نشه یي توکو د روږدو مېرمنو درمنلې ته جدي پام وکړي.
د دایکندي یوه اوسېدونکې عا قله نورزی وایي، دا یو ټولنیز مشکل دی او حکومت باید د دوی د درمنلې له پاره ځانګړی روغتون جوړ کړي.
له بل لوري د دې ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د دې ښکارندې د مهارلولو له پاره یې له نشه یې توکو سره د مبارزې وزات، نه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د دایکندي ولایت د نشه یې توکو سره مبارزې ریاست د قانون د تنفیذ مدیر صفدر زارع وايي، چې د روږدي کسانو د مخنیوي له پاره یې په ټول ولایت کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي.
د روږدو کسانو د درمنلې مرکز د وړاندې شویو شمېرو له مخې په دایکندي ولایت کې ۵ سلنه مېرمنې په نشه یي توکو روږدې دي او په نشو د روږدو مېرمنو شمېره د سنګتخت او بندر، کیتي او شهرستان ولسوالیو کې زیاته ده.
په نارینه وو، کې د نشې زیاتېدل، د کورني تاوتریخوالي او رواني فشار سربېره ښځو ته د دې زمینه برابروي، چې نشو ته مخه کړي.
سره له دې چې په دې ولایت کې نشه يي توکي نه کرل کېږي، خو بیا هم په دې وروستیو کې پر نشو د روږدو مېرمنو شمېر زیات شوی دی.





