د روژې مبارکې میاشتې او په ځانګړي ډول د کوچني اختر د رارسيدو سره سم د خوراکي توکو او وچو میوو په بیوو کې لوړوالی په یو معمول امر بدل شوی دی.
د وچو میوو د بیو په لوړوالي کې د نورو ولایتونو په پرتله بیا کابل ښار نسبتاً مخکې دی.
که څه هم هر کال دولت له روژې مخکې د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول په اړه ځينې قواعد او اصول وضع کوي، خو نتیجه يې بیا هم منفي وي.
اوس هم په کابل ښار کې د نورو عادي ورځو په پرتله د کوچني اختر په را رسیدو سره د وچو میوو او نورو خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.
د کابل ښار یو شمېر هټيوالو سلام وطندارسره په خبرو کې وویل، چې د چهارمغز، بادام او پستې هره کیلو په ۷۵۰ افغانۍ؛ یو کیلو ممیز له ۱۵۰ تر ۳۰۰ افغانۍ پورې، یوه کیلو نخود ۲۲۰ افغانۍ، سمیان هره کیلو له ۱۰۰ تر ۱۶۰ افغانۍ او یوه کیلو کاجو پر ۸۰۰ افغانۍ پلوري.
دغو هټيوالو وویل، چې د کوچیني اختر په راسیدو سره د وچو میوو په بیو کې شاوخوا ۱۵ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د کابل ښار دوه هټيوال عبدالله او هلال احمد یوسفزی وايي، چې د بیوو لوړوالي له امله خرڅلاو هم کمه شوې ده
عبدالله زیاته کړه، د ډالرو بیه لوړه شوې، چې په عموم کې پر بیو اغېز کړی دی دغه نخود مخکې ۱۰۰ افغانۍ وو، چې اوس ۲۲۰ افغانۍ دي یوه کیلو کې ۱۲۰ افغانۍ یې بیه لوړه شوې.
یوسفزی وايي، چې په دې ورځو کې د بیو فیصدي کې له ۱۵ تر ۱۸ سلنه لوړ والی راغلی دی.
نوموړي زیاته کړه: "مخکې به مو چې سودا ۳۰۰۰ افغانۍ کېده اوس ۳۷۰ افغانۍ کیږي."
بل خوا کابل ښار کې یو شمیر پيرودونکي هم د وچو میوو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
د اسلام الدین په نوم د کابل ښار یو اوسیدونکی، چې کوچیني اختر له پاره د میوو پيرودلو په موخه راوتلی وايي، د بیوو لوړوالي له امله نه شي کولای چې د اختر له پاره میوې وپيري.
یو بل تن اوسېدونکی مختار علي وايي، چې د اختر له پاره د وچو میوو اخیستلو ته راغلی، خو د نرخونو د لوړوالي له امله یې وسه نه رسيږي.
نوموړي له دولت او سوداګرو هیله وکړه، چې د روژې، اختر او نورو خوښيو په ورځو کې بیې راټيټې کړي، ځکه خلک بیوزله دي لوړو بیوو خرید نه شي کولای.
په همدې حال کې سوداګرۍ او صنایعو خونې بیا د وچو میوو د بیو لوړوالي لامل د کوچني اختر رارسیدو برسېره په ښار کې د تقاضا زیاتوالي او عرضې کموالی په ګوته کوي.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، چې لوی سوداګر سره د وچو میوو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی او یوازې د پرچون خرڅوونکو ترمنځ دغه بیې لوړې شوې، چې نه باید لوړې شي.
نوموړي زیاته کړه، د لوړوالي بل لامل یې دادی چې د وچو مېوو وخت په تېریدو دی زیرمې تشې شوې دي، نو ځکه په بیو کې بدلون راغلی دی.
خو د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، چې د ډالرو بیو لوړ والی د وچو میوو پر بیو کوم اغېز نه لري، ځکه پر وینا یې د وچو میوو پير او پلور په افغانیو ترسره کیږي.
تر اوسه د نرخونو د جدي کنټرول له پاره دولت هم ځانګړې او نتیجه ورکوونکې لاره نه ده غوره کړې.
ځينې په دې اند دي، چې حکومت باید د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو سره سم د نرخونو د کنټرول له پاره یو خاص کمېسیون و ټاکي او د دغه کمېسیون دنده باید د اختر ورځو پورې د نرخونو کنټرول او پر دوکانونو جدي ګرځيدل وي.