د فرانسې په کوربتوب د ۱۵ پړاو فوټبال جام سیالیو د درېیم پړاو کوارټرفاینل لوبې به سبا د پرتګال او پولینډ هېوادونو د لوبډلو تر منځ پیل شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به دغه لوبه نن (چهارشنبه) د افغانستان په وخت د شپې ۱۱ نېمې بجې د فرانسې په (مارسیلي) ښار کې ترسره شي.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د روان جام په درېیم پړاو سیالیو کې د اروپا ۸ غوره لوبډلې به نیمه پاې لوبو ته درسېدو په موخه سیالۍ وکړي.
د پرتګال او پولینډ لوبډلو تر منځ د سبا شپې په لوبه کې بایلونکې لوبډله له سیالیو وځي او له هغه یې سیمې فاینل ته لار پیداکوي.
همدا راز د جولای په لومړۍ نېټه ویلز له بلجیم، د جولای په ۲ مه نېټه جرمني له ایټالیې او د جولای په درېیمه نېټه په وروستۍ لوبه کې کوربه فرانسه له ایسلینډ فوټبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.
په روان ۱۵ پړاو اروپا فوټبال جام سیالیو کې پولینډۍ لوبډله د پرتګال د ۳ بریاوو په وړاندې په ۴ بریاوو سره مخکښه لوبډله شمېرل کېږي، چې د دواړو ترمنځ ښيې لوبې تمه کېږي.