.jpg)
د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا راتلونکو سیالیو ته د ښه چمتووالي او تکړه لوبغاړو د غوراوي، په موخه د افغانستان ۳۳ کسیزه ښځینه فوټبال ملي لوبډله اعلان شوه.
د فوټبال فدراسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې غوره شوې لوبډله به په روزنیز کمپ ګډون وکړي، چې له مخې به یې تکړه ښځینه لوبغاړې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
د فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ۳۳ کسیزه لوبډله کې شبنم روهین، مریم روهین، مریم قاسمي، مینه احمدي، سمیرا جلالي، رینا عریزي، بهاره قریشي، نیلوفر یعقوبي، شبنم مبارز، ماهره بارکزۍ، درانۍ حسن، حسنا قریشي، منجا میر، ویدا زمرۍ، میکا سیف الرحمان، هیلۍ ارغندیوال، اوزلا اتمر، فرخندا نوهتاج، حنا محبت، صدف نوري، سحر ارغندیوال، اریانا عیني، لیلا امین، حنا شاغاسي، هاجر ابوالفضل، زهرا فقیرزاده ، مریم حیدري، فهیمه تابش، نیلاب محمدي، سما حماسي، لیلي ارمغان، فریشته شیخ میري او دیبا صدیقي شامل دي.
.jpg)
په دې نوملړ کې زیاتره بهر میشته افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو ته د لوبېدو موقع ورکړل شوې ده، چې په هېواد کې یې د ننه مینوالو غبرګونونه راپارولي.
مینوال د افغانستان فوټبال فدراسیون په رسمي فیسبوک پاڼه کې په فوټبال فدراسیون تور پورې کړی، چې د هېواد د کورني فوټبال تکړه ښځینه لوبغاړې له پامه غورځولي او زیاتره یې بهر میشته ښځینه لوبغاړو ته چانس ورکړی دی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون زیاتوي، چې غوره شوې لوبغاړې به په بېلابېلو ټاکنیزو او روزنیزو کمپونو کې ګډون وکړي او له دوی به غوره لوبغاړې ملي لوبډلې ته چاڼ شي.
د فوټبال فدراسیون تېره میاشت ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ته د امریکا ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې کیلي لینډسي د مشرې روزونکي په توګه وګومارله.
افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله له ۲۰۱۰ کال راهیسې په اسیایي او نړیوالو سیالیو کې لوبیږي او تر اوسه یې په ۱۴ نړیوالو فوټبال سیالیو کې لوبېدلې ده.





