د روژې خوړلو پر سر د هرات اوسیدونکو او طالبانو ترمنځ اخ و ډب

تېره ورځ (شنبه، جون ۱۸مه) وروسته له هغه، چې وسله والو طالبانو د هرات ولایت د " اوبۀ" ولسوالۍ دوه تنه د روژې خوړلو په تور د ډزو په واسطه ټپيان کړل، نو د سیمې اوسېدونکو د لرګو او تېږو په وسیله پر طالبانو برید وکړ او ۸ تنه طالب وسله وال يې ټپيان کړل.

وروسته همغو وسله والو د سیمې پر اوسېدونکو ډزې وکړې او ۶ تنه يې ټپيان کړل.

د هرات د اوبې ولسوالۍ د پولیسو قوماندان سلام وطندار ته وویل، چې دغه پېښه تېر مازدیګر مهال له یادې ولسوالۍ څخه ۵۰ کیلومټره لرې په " نی ‌یک" سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هرات امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدي هم سلام وطندار ته د سیمې اوسیدونکو او طالبانو ترمنځ نښتې مني او وايي، چې د روژه خوړلو پر سر د طالبانو او سیمې اوسیدونکو د نښتې موضوع په اړه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار په شاه دوشمشیره سیمه کې هم یو تن د روژې خوړلو په تور د ښاریانو له خوا د زیات ډبولو له امله روغتون کې بستري شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام