د بغلان ولایت د کرکر د ډبرو سکرو کان کارکوونکیو د دې کان د تړل کېدو په پار لاریون وکړ. د لاریون کوونکو په خبره، د کان په تړلو سره ۵۸۲ تنه کاریګر وزګاره شوي دي.
۹ میاشتې کېږي، چې د کرکر د ډبرو سکرو کان د افغاني کولو په نوم یو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی دی.
لاریون کوونکیو خبرداری ورکړ، که چېرې د کرکر کان چارې حکومتي نه شي او دوی ته بېرته د کار زمېنه برابره نه کړي؛ پراخ لاریونونه به وکړي او د کابل شمال لویه لار به وتړي.
سخي داد یو له اعتراض کوونکی دی، وايي، چې دغه شرکت له لومړۍ ورځې د کان کيندولو اراده نه لرله او ور سره سم یې د کارکوونکیو معاشونه هم را کم کړل.
دی وايي، چې کان ملي پانګه ده او زیاتوي، که دغه شرکت د کار کولو توان نه لري؛ بېرته دې دولت ته وسپارل شي.
ویل کېږي، چې دغه کان د امنیتي ګواښونو او د دولت د وسله والو مخالفینو د باج اخیستلو له کبله تړل شوی دی. شاوخوا یوه میاشت مخکې د کرکر د سکرو کان ۴۲ کارکوونکي د وسله والو له خوا وتښتول شول، چې له دې پېښې وروسته بیا کان وتړل شو.
د افغان کول شرکت مسوولانو په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.
د کرکر کان رییس انجینیر داد محمد ځاځی وايي، چې د کان د کارکوونکیو ستونزې د ولسمشر او د کانونو او پټرولیم تر وزیره رسېدلي دي.
ځاځی زیاتوي، چې تر راتلونکیو دوو ورځو پورې به د دوی ستونزو ته ځواب وویل شي.
د بغلان لایت د سکرو ډبرو ۵ کانونه لري، چې د تاله او برفک، ده صلاح، اندراب ولسوالیو او د پلخمري په نهرین سیمه کې موجود دي.
د کرکر د سکرو ډبر کان له ۱۳۸۶ کال راهیسې خصوصي سکتور ته ورکړل شوی او تر اوسه پورې د دې کان قرارداد ۳۰ خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی دی.