طالبانو له تخار-کندوز لويې لارې شاوخوا ۵۰ مسافر تښتولي

یوې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، له سلام وطندار سره یې په مرکه کې وویل، چې وسله والو طالبانو نن سهار (چهارشنبه، جون ۸مه) د کندوزـ تخار له لويې لارې له ۴۵ تر ۴۷ مسافر تښتولي.

سرچينه زیاتوي، چې دغه مسافر د کندوز – خان اباد د چونزایي له سیمې له ۳۰۴ ډوله بس څخه ښکته کړی شوي او یرغمل شوي دي.

سرچينې زیاته کړې، چې د برمته شویو مسافرو په اړه کره شمېره په واک کې نشته، ښايي، چې د مسافرو شمېر له ۵۰ هم زیات شي.

له بل لوري د کندوز د ولايتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي هم د یادې پېښې د تایید ترڅنګ سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو نن سهار د مسافرانو د نیولو له پاره د کندوز ـ تخار لویې لارې په اوږدو کې د لودین په سیمه کې پاټکونه جوړ کړي وو.

د ایوبي پر وینا، تر اوسه د تښتول شویو مسافرو د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.

خو د کورنيو چارو پخوانی امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي په خپل تویټر پاڼه کې د ۲۵ کسانو د نيولو خبر ورکوي.

تر اوسه پورې د کندوز سیمه ییزو امنیتي چارواکو په دې اړه کوم ځواب نه دی ویلی.

همدارنګه د کندوز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ هم دغه پېښه تایدوي او وايي، چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کندوز په باغ امیر سیمه کې ځينې مسافران تښتولي دي.

ده زیاته کړه، چې تر اوسه د تښتول شویو مسافرو کره شمېره نه لري.

هغه وايي، چې د دغو مسافرو د خلاصون په موخه پوځي عملیات پېل شوي دي، چې تر اوسه ۳ تنه يې د تښتوونکو له منګولو خلاص کړي دي.

د کندوز د ولايتي شورا غړی امرالدین ولي سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو دغه مسافر د باغ امیر له سیمې د کوبه يي او کلم سیمو ته بیولي دي.

دغه سیمې د کندوز د څلورمې امنیتي حوزې پورې اړه لري او په سیمه کې د ډزو اوازونه هم اوريدل کېږي.

دی وايي، چې په ډېر احتمال سره دغه ډزې د تښتول شویو مسافرانو د ازادیدو په موخه وي.

یاده دې وي، چې وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام