رباني: جمعیت اسلامي به ډېر ژر خپله عمومي کنګره جوړه کړي

د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه شورا نن (شنبه می ۲۸مه) د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ګوند د ټولو غړو د بېرته یوځای کېدو خبر ورکړ.

غونډې ته د جمعیت اسلامي رییس او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، چې د دغه ګوند کنګره به په کابل کې جوړه او د دغه ګوند نوي جوړښت په اړه به پرېکړه وکړي.

رباني غونډې ته وویل، چې د جمعیت اسلامي او د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم پلویانو ترمنځ د نښتو په اړه هم اندیښمن دی او دغه ګوند سوله ییزو خبرو ته دعوتوي.

صلاح الدین رباني د ملي یووالي له حکومته غواړي، چې په فاریاب کې د جنبش کسانو په لاس د جمعیت اسلامي غړو وژل کېدو موضوع وڅېړي او د پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړي.

دغه راز، رباني د چارواکو کړو ژمنو پر نه عملي کېدو نیوکه کوي او وایي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو  پر خپلو سیاسي هوکړې عمل نه دی کړی.

رباني د لویې جرګې نه جوړېدو، د اساسي قانون نه تعدیل، د لومړي وزیر څوکۍ نه جوړېدل، په ټاکنیزو بنسټونو کې د سمون نه راوستل او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو نه ترسره کېدو ته په اشارې سره وایي، چې د جمعیت ګوند هم د ملي یووالي حکومت د واک ونډه وال په توګه د حکومت د دې ژمنو نه عملي کېدو مسوول دی.

دغه راز، د اسلامي جمعیت مشرتابه په هېواد کې د سولې له بهیره ملاتړ اعلان کړ.

که څه هم رباني د جمعیت اسلامي پخواني سیال، ګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامي سره د سولې په اړه له زیاتو خبرو پرته دومره وویل، چې دوی د سولې له بهیر سره د وسله والو مخالفینو یوځای کېدل ستایي او هغه وسله وال چې له وسله وال فعالیته لاس واخلي کولی، شي سیاسي فعالیت  وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د حراست او ثبات شورا رییس عبدالرب رسول سیاف غونډه کې حکومت ته خبرداری ورکړ، چې د دوی زړه سوی، دې کمزوري نه بولي او داسې دې نه ګڼي چې مجاهدین يي څنډې ته کړي دي.

د پخوانیومجاهدينو دغه مشر وايي، که د دوی د زړه سوي مسله نه وي اوسنی حکومت به هم له څنډې او هم له دننه ګوښه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان اوس ټولې نړۍ ته د ترهګرو د ملاتړي په توګه رسوا شوی.

استاد سیاف پر طالبان غږ وکړ، چې پاکستان ته یې د غلامۍ پایله ولیده او باید د سولې له پروسې سره یوځای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام