ولید خان په خوست کې د غړو ښکلا سیالیو اتلولي وګټله

په خوست ولایت کې د غړو ښکلا سیالۍ ترسره شوې، چې په کې شکرالله، زین الله، حبیب الله، سخي ګل، شوګیرځدران، مفید خان او ولید لومړي مقامونه وګټل.

د خوست ورزشي ادارې له خوا سلام وطندار راډیو ته په رالیږل شوې، خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغړو ښکلا دغه سیالۍ په ۷ وزنونو کې ترسره شوې.

دغه سیالۍ د خوست ښاروالۍ په مالي لګښت پیل شوې وې، چې موخه یې د خوست منتخبې ولایتي غړو ښکلا لوبډلې ته د غوره لوبغاړو لټون وو.

له دغه ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیالیو په پای کې د لوبغاړو د هر اړخیزې ارزونې وروسته په لومړي وزن شکور الله لومړی او محمد صدیق بیا دویم مقام ترلاسه کړ.

دغه راز په دویم وزن کې محمد عارف لومړی او عاشق دویم، په درېیم وزن کې زین الله لومړی، حبیب الله دویم او نجیب درېیم مقام وګاټه.

همدارنګه د دې سیالیو په څلورم وزن کې سخي ګل لومړی، محمد سعید دویم او مطیع الله درېیم مقام ترلاسه کړ.

په پنځم مقام کې بیا شوګیرخان ته نه یواځې په خپل وزن کې لومړی مقام، بلکې د کم عمر اتل لقب او ولید خان ته په عمومي توګه د سیالیو د اتل لقب ورکړل شو.

دغه راز په شپږم وزن کې ولید او په وروستي اووم وزن کې مفید خان لومړی مقام او د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

د خبرپاڼې له مخې،  د سیالیو په پای کې لومړی مقام ګټوونکو لوبغاړو ته د سرو زرو، دویم مقام ګټوونکو لوبغاړو ته د سپینو زرو او درېیم مقام ګټوونکو لوبغاړو ته د زیړو مډالونه ورکړل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام