د افغانستان ۱۷ کلنه کرکټ ملي لوبډله هند ته لاړه

د افغانستان کرکټ بورډ له‌خوا نن د افغانستان اوولس کسیزه ۱۷ کلنه کرکټ ملي لوبډله د ۵ سیالیو له‌پاره هندوستان ته ولېږل شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ معلومات ښيي چې افغان ۱۷ کلنه کرکټ ملي لوبډله به د ۲ درېیوو ورځنیو او ۳ پنځوس اوریزو لوبو له‌پاره له ۱۷ کلنې بنګله‌دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې کوربه وي.

د افغانستان غوراوي کمېټی د دغه سفر له‌پاره په ۱۷ کلنې لوبډلې کې سلیمان ساپی، نوید ساپی، کامران، سلیمان عزبزی، خېبر، اسلم، شاهدالله، زاهد اتل، بصیر، قدیر، نوید، اسحاق، اعجاز او عمران غوره شوي‌دي.

دغه راز په احتیاطي لوبغاړیو کې نوید زالی، عثمان‌غني او احسان‌الله ته ځای ورکړل شوی؛ خو کرکټ بورډ د یادې لوبډلې دلوبډلمشر په اړه څه نه‌دي ويلي.

په یاده لوبډله کې د خېبر په نوم یو نوی ځوان هم شامل دی چې ویل کېږي له دې مخکې یې په جلال‌اباد ښار کې د مبایل کارتونه پلورل او د کرکټ ځانګړي استعداد ملي لوبډلې کې شامل کړ.

ټاکل شوې‌ده، د افغانستان او بنګله‌دېش ۱۷ کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د مارچ په ۱۳مه نېټه پیل سیالۍ پیل او په ۲۷مه نېټه پای ته ورسېږي.

افغان ۱۷ کلنه کرکټ ملي لوبډله به هندوستان کې هم د سیالیو له پیله مخکې د مشر روزونکي انډي مولز او مرستیال روزونکي رییس احمدزي په روزنه کې یوه اوونۍ تمرینات کړي.

کرکټ بورډ وایي، افغان ۱۷ کلنې کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته له تګه مخکې په ننګرهار او کابل کې هم تمرینات کړي‌وو.

د لوبډلې د رخصتولو پرمهال د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل په‌خپلو خبرو کې وویل چې کرکټ بورډ په ځوانو لوبغاړیو بنسټیرو کارونو ته ژمن دی او هڅه کوي چې هر قسم اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د نوموړي په وینا، تمه لري غوره شوي لوبغاړي به د هندوستان په سفر کې ښه وځلېږي چې راتلونکي کې د افغانستان ملي او نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلو ته تکړه لوبغاړي وروزل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام