سږکال له افغان خبریالانو سره ۲۰٪ تاوتریخوالی زیات شوی

د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ (نی) یو تن مسوول صدیق الله توحیدي نن پنجشنبې د (می په ۵مه) د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته په کابل کې وویل، چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په پرتله سږ کال له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښې زیاتې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې  تېر کال ۱۲ خبریالان وژل شوي، په داسې حال کې، چې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې هر کال ۳ یا ۴ خبریالان وژل کېږي.
ده زیاته کړه: "موږ له خبریالانو سره د زور زیاتي ۱۱۷ پيښې لرو، چې د تېرکال د می له درېیمې تر اوسه ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال ۱۰۰ پېښې وې، چې دا شمېر ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.."

د نی رپوټونو پر بنسټ، په تېر زېږدیز کال کې ۱۲ خبریالان وژل شوي، ۲۳ ټپيان او ۱۵ نور وهل ټکول شوي دي.

 په همدې ډول د مستقیم او غیر مستقیم ډول د خبریالانو د سپکاوي ۶۸ پيښې ثبت شوي، چې ۲۱ سلنه خبریالان نامعلومو کسانو او ۶۴ سلنه نور بیا طالبانو ګواښلي دي.

 د توحیدي په وینا، په تېر یو کال کې د خبریالانو په ګډون ۳۰۰ رسنیز کار کوونکي بهر ته تللي، چې ۶۰ ښځینه خبریالانې هم په کې شاملې دي.

د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې مسوولان ناامني، معلوماتو ته نه لاس رسی او مالي ستونزې د خبریالانو سترې ننګونې بولي او له حکومته غواړي، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي .

دغه بنسټونه د وینا ازادۍ پر مناسبت د انلاین غوره راپور، د سیاسي پروګرامونو غوره چلوونکي، غوره عکاس، غوره راډیويي ویاند او غوره انځور ګرته جایزې ورکړې.

 په دې ډله کې د سلام وطندار راډیو خبریالې وحیدې فیضي د انلاین غوره خبریالۍ جایزه خپله کړه.

 له بل لوري د افغانستان مدني ټولنې مجتمع، د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په ویاړ کابل کې ۱۰ غوره لیکوالان وستایل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام