په بغلان کې جګړې یوزرو او۵۰۰ کورنۍ بې ځایه کړي دي

د بغلان ولایت د کډوالو چارو ریاست وايي، چې په دې وروستیو ورځو کې د بغلان دهنې غوري ولسوالۍ او ډنډغوري په سیمه کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې یوزرو او ۵۰۰ کورنۍ کډه شوي دي.

د دې ولایت د کډوالو چارو ریاست یو مسوول نجیب الله وايي، چې له دغو سیمو کډه شوي ولسي خلک د بغلان مرکز په فرحت تپې سیمه کې په خېمو کې ژوند کوي.

دی زیاتوي، چې د دغو بې ځایه شویو کډوالو نوملړ یې مرستندویو بنسټونو ته ورکړی دی، خو تر اوسه پورې له دوی سره مرسته شوې نه ده.

د بې ځایه شویو کورنیو ځېنې غړیو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د بې ځایه شویو خلکو زیاته برخه کې بزګران دي او جګړې یې فصلونو ته هم زیان اړولی دی.

دوی له حکومته وغوښتل، چې په دغو سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي.

له لس ورځو راهیسې د بغلان ولایت په ډنډغوري سیمه او د دهنې غوري ولسوالۍ په ځېنو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

د بغلان ولایتي شورا د ځېنو غړیو پر خبره، د دهنې غوري ولسوالۍ زیاتې سیمې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

خو له بل لوري د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې د دغو سیمو د بیا نیولو له پاره یې عملیات پیل کړي دي او زیاتوي، چې په نږدې وخت کې به بې ځایه شویو خلکو ته د دې زمېنه برابره کړي، چې بېرته خپلو سیمو ته ولاړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام