د افغانستان ازادې مبارزې " فري فایټ" لوبې تکړه لوبغاړی باز محمد مبارز په تایلینډ کې له یوې میاشتې تمریناتو وروسته روسیې ته وخوځېد.
نوموړي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د روانې "می" میاشتې په ۸ مه نېټه به د روسیې سیال "مکسیم کتکوف" سره د لوبې ډګر ته ووځي.
مبارز ویلي دي، چې له روسیي سیال سره سیالۍ ته پوره چمتووالی لري او د افغانستان ملي پولیسو او د ملي امنیت سرتېرو په لباس کې به د لوبې ډګر ته ووځي.
باز محمد مبارز زیاته کړې ده، چې په تایلینډ کې یې راتلونکې سیالۍ ته پوره چمتووالی نیولی دی او خپل سیال ته به د نورو سیالانو په څېر په اسانۍ سره ماته ورکړي.
مبارز په پيغام کې له خپلو مینوالو غوښتي، چې په سیالۍ کې د بریا په موخه یې په دعاګانو کې یاد وساتي.
دغه راز د افغانستان فري فایټ لوبغاړي له مسکو میشته افغانانو هم وغوښتل، چې د دراتلونکې اونۍ یک شنبې ورځ د تشویق په موخه لوبغالي ته ورشي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې له افغان باز محمد مبارز سره د تایلینډ په تمریناتي او روسیې په سفرونو کې د هغه روزونکي عبدالواسیع قیومي او استاد خېبرعمرخېل هم ملتیا کوي.
د بدني روزنې ریاست وایي، چې په تایلینډ کې د فري فایټ لوبې تکړه لوبغاړي باز محمد مبارز د سفر او تمریناتو ټول مصارف دوی په غاړه لرل.
د یادونې وړ ده، چې باز محمد مبارز په داسې حال کې د مکسیم کتکوف خلاف په نړیواله سیالۍ کې د لوبې ډګر ته وځي، چې دروان کال په فیبرورۍ میاشت کې یې په روسیه کې امیر ستاروف ته هم په اسانۍ سره ماتې ورکړې ده.
د ازادې مبارزې (فری فایټ) لوبغاړي باز محمد مبارز ته تېره میاشت د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د پولیسو سفیر لقب هم ورکړل شو.