په رستاق کې ملاپيرم قل څه کوي؟

نږدې ۱۵ ورځې وړاندې په تخار ولایت کې د جمعیت ګوند ته نږدې یو شخص د عین الدین رستاقي په نوم  د دوه ساتونکو سره ووژل شو.

ددې پړه د جنبش ګوند د غړي پیرم قل ضیایي پر خسر اچولې ده.

دا پېښه د روان کال د وري د میاشتې په ۲۶مه رامنځته شوې وه.

اوس موږ په دغه راپور کې هڅه کړې، چې د عین الدین رستاقي د وژنې د قضيې روښانولو ترڅنګ په دغه ولسوالۍ کې د مشابهو قضیو څخه هم پرده پورته کړو.

د رستاقي د قتل د قضيې داستان څه و؟

د ولسمشر په "۲۳۸"  فرمان کې، چې (۱۳۹۵/۱/۲۶) تاریخ کې خپور شو راغلي: " د تخار ولایت پورې اړوند لومړني راپورونه وايي، چې د تخار ولایت ولايتي شورا غړي عین الدین رستاقي د حاجي عین الدین له زوی سره په رستاق ښار کې د دوو تجارتي بلاکونو د جوړولو پر سر شخړه کړې، چې له امله يې د دواړو خواوو څخه څو تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي ".

خو د عین الدین رستاقي ساتونکی محمد یونس بیا دغه قضیه داسې بل ډول بیانوي.

هغه وايي، وروسته له هغه چې د پیرم قل ضيايي خسر او د عین الدین باغحصاري زوی همایون د دغو شخړو په نتیجه کې ووژل شول، پيرم قل د رستاق له پولیسو قوماندان، ښاروال او ولسوال څخه غوښتنه وکړه، چې باید د دغې ولسوالۍ د پولیسو قوماندانۍ ودانۍ ژر تر ژره تخلیه کړي، ځکه د ده مسلح کسان غواړي په دغه ساختمان کې عملیات وکړي.

د یونس پر خبره، د پولیسو سیمه ییز مسوولین د یادې ولسوالۍ له ودانۍ څخه وځي او عملیات پېليږي، خو په پایله کې دغه عملیات د عین الدین رستاقي سره د دوو ساتونکو په وژلو يې پای ته رسيږي.

په همدې حال کې ملاپيرم قل سلام وطندار ته وویل، وروسته له هغه چې رستاقي د باغحصاري زوی همایون وواژه، نو هغه هم د همایون د خپلوانو له خوا قصاص شو.

دغه پخوانی جهادي قوماندان وايي، چې د رستاقي سره يې هیڅ راز دښمني نه درلوده او هیڅ دلیل هم وجود نه لري، چې دی ورسره مخامخ شوی وي.

دغه پېښه د دې لامل شوه، چې د رستاق ولسوالۍ د پولیسو قوماندان، ښاروال او د امینت مدیر د سیمه ییزو چارواکو له لوري له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته د تحقیقاتو له پاره و پېژندل شي.

د دغې قضيې د لا روښانتیا له پاره ولسمشرۍ ماڼۍ روستاق ولسوالۍ ته يو پلاوی واستوه.

د لويې څارنوالۍ نظامي ادارې د جرمونو د تحقیق مشر تورن جنرال محمد قایم، د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو ریاست مرستیال مل پاسوال محمد عمر، د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو مدیر برید جنرال صلاح الدین، د چارو ادارې د امنیت او دفاع ریاست غړی ډګروال عبدالله احمدزی، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پلټنې مشر عبدالله جبارخېل د دغه پلاوي له غړو بلل کيږي.

د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو ریاست مرستیال مل پاسوال محمد عمر سلام وطندار ته د خبرو اترو پر مهال وویل، چې دوی خپل تحقیقات پای ته رسولي دي او ډېر ژر به ولسمشر ته خپل راپور وړاندې کړي.

د هغه په وینا وروسته له هغه، چې د موضوع جزیات له ولسمشر سره شریک شي، نو  رسنيو ته به يې هم په رسمي ډول اعلام کړي.

هر هغه څوک چې زموږ پر وړاندې و دريږي، نو موږ به يې په وسله ځواب ورکړو!

همدارنګه د یو بل سند له مخې، چې سلام وطندار تر لاسه کړی پکې راغلي، چې په( ۱۳۹۴ لمریز کال د زمري په میاشت) کې د رستاق ولسوالۍ "کزر" کلي یو تن اوسېدونکی د اسلام الدین په اړه  يې له دې امله شکایت وکړ، چې د همدغه شخص له لوري وهل ټکول شوی او د مرګ ګواښ هم ورته شوی دی.

د اسلام الدین په اړه شکایت، چې د پيرم قل له کسانو ګڼل کيږي د دې لامل شو، چې د پولیسو د قوماندانۍ له لوري د اسلام الدین کور د تلاشۍ له پاره یو پلاوی د کزر ولسوالۍ ته ولېږدول شي.

د زمري میاشتې په ۳۱مه د دغه پلاوي د پلټنو په نتیجه کې (۶۲۴۱۱) شمېرې باندې یو میل سلاح سره د ۵ شاجورونو، یو کمربند او یو چاقو د تورن له کور څخه پېدا شو، خو کله چې د دغه نظامي پلاوي(۱۵۶) نمبر موټر بېرته د پولیسو قوماندانۍ ته ورځي، نو د رستاق په سردشت سیمه کې لومړی د راکټي برید لاندې راځي او شاوخوا ۳۰ تنه مسلح وګړي، چې د عین الدین باغحصاري او همایون پورې اړوند پېژندل شوي و د دغه پلاوی پر موټر ډزې پېلوي.

د راپورونو پر بنسټ، د دغو ډزو په پایله کې د ابتدایه څارنوالۍ يو تن کارکوونکی د محمد میر په نوم  وژل کيږي او ځينې نور یې ټپيانيږي.

سیمه ییز چارواکي د دغې موضوع د لا روښانتیا له پاره یو بل پلاوی لیږي.

په دغه پلاوي کې د ولایت په کچه استازي، د پولیسو قوماندانۍ، د ملي امنیت، د ولایتي شورا غړي او د رستاق ولسوالۍ ځينې غړي شامل و.

د دغې قضيې له څېړلو وروسته لاندې موارد لاسته راغلي و.

۱ـ پيرم قل د عین الدین، همایون او نورو کسانو له نيولو مخنيوی کړی.

دغه کسانو د پلاوي پر موټر برید کړی و.

۲ـ  د رستاق ولسوالۍ د ابتدايي څېړنې څارنوال د پيرم قل په ملاتړ و وژل شو او د پولیسو قوماندان هغه سلاح او مهمات، چې د اسلام الدین له کوره لاس ته راغلي و دولت ته و سپارل.

۳ـ تر اوسه له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میله وسلو پورې د پيرم قل په امر ویشل شوې او هغه اسلحې او مهمات، چې قانوني سند او جواز نه لري باید حکومت ته و سپارل شي.

د رستاق ولسوالۍ د وضعیت د کنټرول له پاره د نویو سرتېرو ليږل، د رستاق امنيې قوماندان رحمت الله احمدي، د حکومت له لوري د پيرم قل له لوري، د پولیسو قوماندانۍ، د تخار استخباراتي مدیر او نورو ته د ګواښونو نه پاملرنه د دغه څېړنې نور نتایج و.

په پای کې دغه پلاوی خبرداری ورکړی، که د پيرم قل له فعالیتونو مخنيوی و نه شي، نو د رستاق امنیت به له سختو ستونزو سره مخ شي.

د تحقيقي پلاوي سره د پیرم قل د خبرو اترو مکمله نسخه سلام وطندار ته رسېدلې په هغه کې هم د ځينو حقایقو څخه پرده پورته کوي.

په دغو خبرو اترو کې لومړی د دغه پلاوي پر موټر له برید څخه ملاتړ کوي او دغه پلاوي په اړه د اسلام الدین کور ته د پوښتنې له پاره ورغلی و او ویلي يې دي: " ښه يې کړي، چې څارنوال یې وژلی دی، ولې د خلکو کور ته ورغلي دي، که له دې هم لوي خلک راشي، نو په خوله يې وهم".

هغه خلکو ته په دغه خبرو اترو کې خبرداری ورکوي، که چېرې خلک يې پر وړاندې ودريږي، نو ځواب به يې په ډزو ورکړي.

پيرم قل په دغه خبرو اترو کې د تحقیقاتي پلاوي څخه غواړي، چې ځينې امنيتي مسوولین بدل کړي او پر ځای یې ښه او "خېرخواه" خلک و ګوماري. هغه د تحقیقي پلاوي پر موټر د برید په اړه وايي، چې همدوی ملامت دي، ځکه د نوموړي پر خبره لومړی باید موضوع له ده سره شریک شوی وای او حکومتي مامورین باید له هر کار څخه مخکې له ده نه اجازه واخلي، کنه نو که هر کار وشي، نو مسوولیت به یې د دوی پر غاړه وي.

دغه قوماندان سلام وطندار ته په خپلو خبرو اترو کې وايي، چې څارنوال په غېر قانوني ډول د اسلام الدین کور ته ننوتي دي.

پيرم قل څوک دی؟

کله چې د افغانستان په شمال ختیځو سیمو لکه تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو کې د طالبانو مخکې تګ زیات شو او جګړې زور واخیست، نو پريکړه په دې وشوه، چې د طالبانو د مخنيوي له پاره باید پخواني جهادي قوماندانان مسلح شي او د دښمن له منځه وړلو له پاره له هغو څخه ګټه واخیستل شي.

هغه سندونه، چې سلام وطندار لاس ته راغلي د دغو قوماندانو له ډلې یو تن يې پيرم قل ضيايي دی.

دغه پخواني جهادي قوماندان لومړی د خلکو د پاڅون په پلمه له حکومت څخه د ۵۰۰ کسانو د مسلح کېدو جواز واخیست.

دغه قضیه لومړی د خلکو ترمنځ غږونه را پورته کړل او د ۱۳۹۴م لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه په لسګونه د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړ.

شخصي زندانونه

د تخار امنيې قوماندانۍ له لوري د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو او  اوضاع د څېړنو عمومي ریاست له خوا په ۲۳/۷/۱۳۹۴  تاریخ او مکتوب شماره "۵۱۶۶/۱۵۹۹ تر ۱۶۰۲/۵۱۶۹ "  ته ليږل شوي، پکې راغلي، چې عین الدین، پهلوان ابراهیم، قوماندان اعظم او زمان د پيرم قل پورې اړه لري او په ګذر، قره عاچ، چنار او ګوګري کې هر يو يې زندانونه لري.

په دغه مکتوب کې راغلي، چې دغه خلک " هره ورځ سیمه ییز خلک په عذابوي او ځايي اوسېدونکي په خپل سر بندیانوي ".

خو پيرم قل بیا وايي، چې دوی هیڅ ډول شخصي زندان نه لري او دغه اسناد د خپل ځان له پاره يوه توطیه بولي، چې د نظام په داخل کې د ده پر ضد جوړ شوي.

هغه سلام وطندار ته وویل، چې د ده پلویانو د خلکو د امنیت له پاره وسله پورته کړې، نه دا چې خلکو ته ستونزې جوړې کړي.

د رستاق ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی ارباب شریف سلام وطندار ته وویل، چې شاوخوا ۴۵ ورځې وړاندې د پيرم قل پورې اړوند کسان د ده د خوریي کور ته ورغلي او هغه يې ډبولی دی.

هغه زیاته کړه، چې په دې اړه يې پولیسو ته شکایت وکړ، خو د پيرم قل د کسانو له لوري بیا و ډبول شو او غږ يې ورته په ستوني کې وچ کړ.

سیمه ییز چارواکي په دې اړه له سلام وطندار سره د خبرو اترو له پاره حاضر نه شول.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، چې په دې وروستیو کې يې د رستاق ولسوالۍ د امنيتي وضعیت او نورو ګډوډيو په اړه يو پلاوی استولی او له تحقیقاتو وروسته به عمل پرې کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام