
له تخار ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې غېر مسؤلو وسله والو د یاد ولایت د ولایتي شورا غړی وژلی دی.
د ولایتي شورا دغه غړی عین الدین نومېده، چې د ملاپېرام قل د وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ پیښه د تخار ولایت په روستاق ولسوالۍ کې نن چهارشنبه(اپرېل ۱۳مه) مازدیګر مهال د دولتي ودانۍ پر سره رامنځ ته شوه.

د تخار امنیه قوماندان نورمحمد حکیمي سلام وطندار ته وویل، چې دا وسله واله نښته د تخار ولایتي شورا یوه غړي عین الدین او یوه پخواني جهادي قوماندان ملاپیرم قل د وسله والو تر منځ شوې.
حکیمي زیاته کړه، چې په دې جګړه کې د ولایتي شورا غړی عین الدین او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
سره له دې چې د تخار امنیه قوماندان وایي اوس امنیتي ځواکونو په سیمه کې امنیت قابو کړی، خو ځایي خلکو سلام وطندار ته ویلي، چې د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ د ملا پیرام قل وسله والو نیولې وه او په سیمه کې تر ماسخوتنه ډزې روانې وې.