طالبان د تخار د درقد ولسوالۍ د نیولو پلان لري

د تخار ولایت د پولیسو امنیه قوماندان نور محمد حکیمي وايي، چې وسله وال طالبانو جوپه، جوپه د تخار درقد ولسوالۍ ته ور روان دي.

حکیمي زیاتوي، چې وسله والو طالبان په دې هڅه کې دي، چې د تخار ولایت د درقد له ولسوالۍ سربېره د دې ولایت ینګي کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالۍ هم ناامنه کړي.

د تخار ولایت د امنیه قوماندان په وینا مولوی کمال چې په " ګوډ کمال" مشهور دی، د طالبانو له خوا د خواجه بهاوالدین ولسوال، مولوی بصیر د ینګي کلا ولسوال او مولوی نصرالله د درقد ولسوال ټاکل شوي دي او درې واړه په درقد ولسوالۍ کې اوسېږي.

د نوموړي په وینا، جنګي شرایط د طالبانو په ګټه دي، د ده په باور طالبان په درقد ولسوالۍ کې ولسي هډه لري او اوسمهال د جلب او جذب چارې يې روانې کړي دي.

حکیمي وايي، چې دوی په تخار ولایت کې د طالبانو د مهارولو له پاره چمتووالی لري.

په ورته وخت کې ځېنې شنونکي دغه چمتووالي ته د شک په سترګه ګوري.

د تخار پوهنتونو استاد او د دغه ولایت مدني فعال دانش وايي، چې تېر کال د مسوولو چارواکو د غفلت له امله ناامنۍ د دې ولایت نورو برخو ته وغځېدلې.

د دانش په باور، که د طالبانو نويو ګواښونو ته جدي پاملرنه ونه شي، تخار چې د بغلان، بدخشان او کندوز ناامنه ولایتونو سره پوله لري، په راتلونکې کې به یې د ناامنیو کچه خورا زیاته شي.

تېر کال درقد ولسوالۍ شاوخوا یوه میاشت د طالبانو په ولکه کې وه او د نظامي عملیاتو په ترڅ کې دغه ولسوالۍ بېرته افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام