
وسله والو طالبانو د خپلو نویو عملیاتو له اعلان سره سم د کونړ ولایت پر مرورې او سرکاڼو ولسوالیو بریدونه کړي دي.
وسله والو طالبانو پرون (سه شنبې) په تازه خپره خبرپاڼه کې د "عمري عملیاتو" په نوم د پسرلنیو بریدونو خبر ورکړ. د خبرپاڼې له مخې ۱۳۹۵ لمریز کال د وري میاشتې ۲۴مه نېټه د دوی د پسرلني عملیاتو د پیل لومړۍ ورځ ده.
د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو د تېرې شپې راهیسې د یاد ولایت پر مرورې او سرکاڼو ولسوالیو بریدونه کړي، چې لا هم روان دي.
نوموړی وايي، تر دې دمه دغو بریدونو کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي، چې د ځېنو وژل شویو جسدونه د جنګ په سیمه کې پاتې دي.

د قوماندان په خبره، دغو بریدونو کې ملکي وګړیو ته زیان نه دی اوښتی، خو زیاتوي، چې یو سرتېری یې برسېرن ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې د کونړ په ځېنو ولسوالیو کې یې د عمري په نوم عملیات پیل کړي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې تلفات اړولي دي.
د طالبانو مشرتابه په دې خبرپاڼه کې خپلو پلویانو ته ویلي وو، چې خپل عملیات به داسې تنظیم کړي، چې د نښتې په وخت کې ولسي خلکو او ټولګټو ودانیو ته زیان نه رسوي، خو تر اوسه کره معلومات نه شته، چې په دې بریدونو کې به عامو وګړیو ته زیان ونه رسېږي او که د تل په څېر به څه نا څه زیان وویني.