
د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې یا ایسا مشر محمد قربان حقجو وايي، چې تېره شپه د اقتصادي په عالي شورا کې پرته له دې، چې ولسمشر محمد اشرف غني ورته د خبرو کولو اجازه ورکړي، نو دغه اداره يې لغوه اعلان کړ.
محمد قربان حقجو نن چهار شنبه (اپریل ۶ مه) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې په تېرو ۸ میاشتو کې ولسمشر د ده په ګډون، چې ددغې ادارې مشري پر غاړه لري د ایسا ادارې له هیڅ يو کارکوونکي سره نه دي ليدلي.
نوموړي زیاته کړه، د ولسمشر دا شان تصمیم کولی شي، چې د نظام اعتبار تر سوال لاندې راولي.
نوموړي زیاته کړه، چې په اوسنیو وختونو کې د ایسا ادارې د دروازې تړل د افغانستان پر ګټه نه شي تمامېدای.

هغه وویل، چې یو ولسمشر ته پکار نه ده، چې احساساتي تصمیم ونیسي.
خو په دې اړه بیا د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، چې د ایسا ادارې تړلو مسله تر اوسه وروستۍ شوې نه ده او په دې اړه خبرې اترې روانې دي.
هغه سلام وطندار ته زیاته کړه، حکومت په پام کې لري، چې د سوداګریزو جوازونو له پاره یو واحد مرکز رامنځ ته کړي، تر څو د زیاتو ګډوډیو مخه و نیول شي.





