سلام وطندار | آرشیو
فارسی
|
پشتو
|
ازبیکی
|
ENG
شهزاد محمدي د کرکټ نړۍ د غوره لوبډلې (ویکټ کیپر) اعلان شو
سلام وطندار | آرشیو |
چهارشنبه، 6 آوریل 2016
د کرکټ نړیوالې شورا وروسته د کرکټ نړۍ مخکښه ویب سایټ ( کریک انفو) هم د ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام بهترینه لوبډله اعلان کړه.
دغه لوبډله د ۳ پخوانيو کرکټ لوبغاړي اسټرالوي ای این چیپل ، سریلانکایي مهیلا جي وردهني او هندي اجیت اګارکر له خوا کارکردګیو ته په کتو غوره شوې ده.
په اعلان شوې ۱۱ کسیزه لوبډله کې ښايي د مهندر سینګ ډهوني، شاهد افریدي، اې بي ډي ویلیرز، ډیل سټین او ګلین مکسویل نومونو ته انتظار کیده، خو داسې ونه شول او ځای یې نورو لوبغاړو ونیوه.
د (کریک انفو) ویبپاڼې د ۳ کسیزې ډلې له خوا په اعلان شوې ۱۱ کسیزه لوبډله کې هیڅ پاکستاني، سویلي افریقایي، سریلانکایي، زمبابويي او اسټرالويي لوبغاړې نشته، په کې د افغانستان بې رحمه ویکټ ساتوونکی شهزاد محمدي لیدل کیږي.
ویکټ ساتوونکی شهزاد محمدي، ځکه د نړۍ د مخکښه لوبغاړو په مینځ کې د نړۍ د غوره لوبډلې د (ویکټ کیپر) په توګه اعلان شوی دی، چې په ټورنامنټ کې یې د څه باندې ۱۴۰ سټرایک ریټ په مټ ټولټال ۲۲۲ منډې جوړې کړې.
دغه راز نوموړي په زیاترو سیالیو کې افغانستان ته د هرپیاوړي بالینګ خلاف بهترینه او برید کوونکی پیل ورکړ.
د شهزاد محمدي د ښکلو لوبو په مټ افغانستان د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره دویم (سوپرټین) پړاو ته لاره پیدا کړه.
افغانستان د ویکټ ساتوونکي شهزاد محمدي د ښکلي بیټینګ او چټکې ویکټ ساتنې په پایله کې د ۲۰۱۶ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام په لسو غوره لوبډلو پړاو کې له سریلانکا، سویلي افریقې او انګلستان سره زړه راښکوونکې سیالۍ ترسره کړې، خو په وروستۍ لوبه کې یې د نړیوال جام اتله ویسټ انډيزۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د نړۍ د غوره لوبډلې د (ویکټ ساتوونکي) شهزاد محمدي ترڅنګ د ای این چیپل، مهیلا جي وردهني او اجیت اګارکر له خوا د (کریک انفو) پاڼې له پاره د ۲۰۱۶ م ز کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام په ۱۱ کسیزه غوره لوبډله کې نیوزیلینډې کین ویلیمسن د لوبډلې (کپتان) هندې ویراټ کوهلي، هندي اشیش نهرا، بنګله دیشي مستفیظ الرحمان، ویسټ انډيزې سمویل بدري، انګلستانې جوزبټلر، ویسټ انډيزې کارلوس برات ویت، انګلستانې جو روټ، نیوزیلینډې میچل سنټنر، ویسټ انډيزې انډري رسل اخیستل شوي دي.
به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.
بازگشت به وبسایت اصلی
مطالب مشابه:
د افغانستان ۲۲ فوټبال روزونکیو د (سي) درجې سند ترلاسه
08/01/2016
افغان کرکټ ملي لوبډله په (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو کې برخه اخلي
03/23/2015
ویسټ انډيز د زمبابوی په سفر کې له افغانستان څخه مخکې شو
06/27/2015
امیري : اوسنۍ ملي لوبډله د افغانستان نه د جرمنستان لوبډله ده
06/22/2015
پاکستان کرېکټ کې له پرلهپسې بریاوو سره له افغانستانه وروسته دی
11/06/2018
د افغانستان زورخانه يي ملي لوبډله په بهرني سفر ولاړه
10/04/2016
اخبار و گزارشهای سلام وطندار را از شبکههای اجتماعی دنبال کنید:
فیسبوک
توییتر
تلگرام