د شاهین اسمایي فوټبال کلب د راتلونکو لوبو مهال وېش اعلان شو

د افغانستان فوټبال کلب شاهین اسمایي د بنګله دېش په کوربتوب شیخ کمال فوتبال ټورنامنټ کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

شاهین اسمایي فوټبال کلب نن د فوټبال فدراسیون د مشر کرام الدین کریم او د فوټبال فدراسیون د نورو چارواکو له خوا د بنګله دېش پلازمېنې ډهاکې ته رخصت کړای شو.

د بنګله دېش په کوربتوب د شیخ کمال فوټبال ټورنامنټ د ۸ فوټبال کلپونو ترمنځ راتلونکې اوونۍ د چټاګانګ ښار په محمد عزیز فوټبال نړیوال لوبغالي کې پیلیږي.

سیالۍ به د روانې  فېبرورۍ میاشتې له ۱۸ نېټې د مارچ تر ۲ نېټې دوام وکړي، چې د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له خوا به پرانیستل شي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، شاهین اسمایي لوبډله به په "الف" ګروپ کې له ډهاکه محمدان سپورټینګ، نیپالي کلپ مناګ مارشیانګ او چټاګانګ ابهاني فوټبال کلبونو سره سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان د ۵ پړاو فوټبال غوره لیګ سیالیو اتله شاهین اسمایي لوبډله له وړاندې په دې سیالیو کې د لوبېدو په موخه بنګله دېش ته رسېدلی ده.

په دویم ګروپ کې بیا سویلي کوریایي پویچین کلب، مالدیفي کلب ټي، سي سپورټس او قرغزستان الګا بیشکیک فوټبال کلب له بنګله دېشي ډهاکه ابهاني لوبډلې سره ولوبیږي.

د ورکړل شوي مهال وېش له مخی به د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتله شاهین اسمایي لومړۍ لوبه د فېبرورۍ په ۱۹ نېټه له کوربه لوبډلې چټاګانګ ابهاني لوبډلې سره د افغانستان په وخت ماسپښین ۲ نیمې بجې ترسره کړي.

دویمه لوبه به د فېبرورۍ په ۲۲ نېټه مازدیګر ۵ نیمې بجې له نیپالي فوټبال کلب منانګ مارشیانګ سره او وروستۍ لیګ لوبه د فېبرورۍ په ۲۴ نېټه مازدیګر ۵ نیمې بجې له ډهاکه محمدان لوبډلې سره ترسره کړي.

د بنګله دېش په شیخ کمال فوټبال ټورنامنټ کې تېر کال د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلې سپین غر بازان لوبډلې ګډون کړی و او څلورم مقام یې خپل کړ.

د سږ کال ټورنامنټ په پای کې به ګټوونکې لوبډلې ته ۳۰ زره امریکایي ډالر او دویم مقام ګټوونکې لوبډلې ته ۱۵ زره امریکایي ډالر ورکړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام