دوه زره او شپاړسم کال او د طالبانو راتلونکی

نن سبا د طالبانو له منځه د یو غږ په ځای څو غږونه راوځي. د یو مشر په ځای یې څو کسان د مشرۍ دعوه کوي، پخوا به یې د یوې فتوا او انګیزې په اساس جنګ کاوه اوس په کې فتواوې هم په زیاتېدو دي، پخوا یوازې پاکستان پورې منسوبيدل اوس ایراني، روسي او چینايي طالبانو نومونه مخې ته را روان دي. داسې ښکاري چې دا تحریک په څو فعالو ټوټو ویشل شوی دی، چې هره ټوټه یې بیل مشر او بیل بهرنی حمایت لري.دوی اوس د پخوا برعکس خپله نیمه انرژي د خپلو همشکله ډلو ټپلو په کنټرول او ځپلو مصرفوي. پاتې نیمايي انرژي هم وسله والو ځواکونو او ولسي ملیشو سره په جګړه مصرفوي. په کومې ادعا چې دوی جنګ پيل کړی و او له مخې به یې خپل جنګ توجیه کاوه، هغه دلته بهرنیانو سره جنګ او جهاد و، چې اوس د بهرنيو عسکرو په وتلو او په جګړه کې د برخې نه درلودو له امله دغه توجیه هم کمزورې او کمرنګه شوې ده.

خو کله چې موږ د عمل په ډګر کې ګورو، طالبان له دومره مشکلاتو او ستونزو سره سره چې ورسره مخ دي، بیا هم د جنګ په ډګر کې د نورو کلونو په پرتله په زیاتو سیمو کې برلاسي و، حتا کندوز ولایت یې هم د یو څه مودې له پاره تر کنترول لاندې راوست، هلمند، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې ولسوالۍ ونیولې او د جنګ شدت یې تر پخوا زیات شوی دی. کله چې یو منظم تحریک دومره داخلي مشکلاتو سره مخ وي، نو بیا څنګه کولای شي دومره شدیده جګړه وکړي او افغان وسله وال پوځ دومره مصروف وساتي؟

د دې پوښتنې دوه لنډ ځوابه کېدای شي.

اول، پاکستان چې د نړيوالو فشارونو له امله د سولې پروسې ته کومه لېوالتیا ښودلې ده او کلکه ژمنه یې کړې ده چې طالبان به د څلور اړخیزو خبرو د فورم له لارې مخامخ مذاکراتو ته را حاضروي او تر څنګ یې اعتراف کړی دی چې پر طالبانو نفوذ لري او اکثریت مشران او مهم غړي یې پاکستان کې اوسي. اوس چې د طالبانو دومره شدید جنګ او تحرکاتو ته ګورو داسې ښکاري چې پاکستان لا هم د دوی له ملاتړه لاس نه دی اخیستی او د دومره لوی جنګ پر مخ بیول د پاکستان له مرستې پرته ممکن نه دی، نو پاکستان په پټه د پخوا په څیر طالبان لا تجهیز او تمویل کړي، څو ځیني برخلیک ټاکونکي جګړې وکړي، چې بیا د مذاکراتو په میز کې زیات نه زیات امتیاز وغواړي. دا خبره ځکه د سړي زړه ته لویږي چې پاکستان د ۲۰۰۱نه وروسته چې کله د امریکې تر سخت فشار لاندې راغلو او دلته نړيوال عسکر موجود ول او حتی خپل هوايي ډګرونه یې د ایتلافي ځواکونو په اختیار کې ورکړي وو، خو بیا یې هم طالب مشران وساتل او ورو ورو یې بیرته مسلح کړل او مړه شوې جګړه یې بیا را تازه کړه، نو چې هغه سختو شرایطو کې یې له طالبانو لاس وانخست اوسني فشارونه ښايي تر هغو زیات نه وي، نو ولي به له طالب نه چې پریمانه پانګونه یې پرې کړې ده یو دم لاس اخلي. اوس چې طالبان د داخلي اختلافاتو ښکار دي او واحده قومانده یې نشته، پاکستان په عین وخت کې کولای شي د جهادي تنظیمونو تجربو ته په کتو دا بېلابېلې ډلې طالبان هم وساتي او په بېلابېلو لارو یې تمویل او تجهیز کړي. د جهاد په کلونو کې دوی اوه جهادي تنظیمونه چې خپلو کې یې شدید اختلاف درلود او کله ناکله به یې خپلو کې جګړه کوله په عین وخت کې ټول له ځان سره وساتل او تر اخره یې د وخت رژیم مقابل کې په کامیابۍ وجنګول.

 دویم، علت یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د ملي وسله والو ځواکونو د امکاناتو کمښت، ناسمه اداره، فساد، د هوايي ځواک نشتوالی او په دغو ادارو باندې د سیاسي کشمکشونو سیوری دی چې طالبان یې زړور کړي او بالاخره یې د کندوز په څیر ولایت هم لاندې کړ. پاکستان کې چې کله په شمالي وزیرستان کې عملیات پيل کړل، هلته د طالبانو په شمول د منځنۍ اسیا میشتو جهادي ډلو باندې هم حلقه تنګه او افغانستان ته راوواښتل، ددې تر څنګ هغه طالبان هم افغانستان ته راغلل چې د ملامنصور مشري یې نه منله او پاکستاني پوځي استخباراتي ډلو هڅه کوله چې دا مشري پرې ومني. افغانستان ته د دومره زیاتو وسله والو په راننوتو چې هغه هم تر یوې قوماندې او امر لاندې نه وي، طبیعي خبره ده چې هره ډله به هڅه کوي د خپلو امکاناتو په اندازه دلته ډېر شدید جنګ وکړي، چې خپلو نورو سیالو ډلو ته وښيي چې دوی تر هغو برتري لري.  د دې تر څنګ موږ داسې رپوټونه هم لرو چې طالبانو د ایران نه وسلې ترلاسه کړي دي او حتی رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې مشهد کې طالبان منظم ګرځي او له هغه ځایه په افغانستان کې عملیات سازماندهي کوي. روسانو، بریتانیانو او چینایانو هم وویل چې له طالبانو سره په ځینو مواردو کې اړیکې لري. دا ډول اړیکې هسې تر خبرو محدودې نه وي، حتمي ده چې دوی سره به یې مالي او پوځي مرستې هم کړي وي.

اوس که چیرته دویم ځواب او تجزیه چې د پاکستان همکارۍ په کې موجوده ده سمه وي، نو بیا دا حالت تر ډېره د جهاد په کلونو کې د جهادي رهبرانو او داخل کې يې پوځي قوماندانانو وضعیت سره یو شان ښکاري. کله چې جهادي رهبران پېښور کې ناست ول، دلته داخل کې مشهورو او مطرح قوماندانان یې د نجیب له حکومته پیسې ترلاسه کولې، هم یې د سي ای اې سره اړیکې جوړې کړې وې او ډالرې ورته را چالان وې، هم یې د ایران او نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړې  او دا محلي قوماندانان دومره قوي او غښتلي شول چې نور پرې خپلو رهبرانو کنترول له لاسه ورکړ، هر قوماندان په خپله سیمه کې جلا پاچاهي اعلان کړه او د پخوا په څير خپل رهبر ته محتاج نه و، که به فشار ورباندې راغلو ډېر ژر به یې خپله خوا بدلوله او له بل رهبر سره به یې وفاداري اعلان کړه.  که د طالبانو په منځ کې روان کړکیچ همداسې دوام ورکړي نور به هم سره وشکېږي او لا به متفرق او بالاخره به خپلو کې هم نه پيژني چې څوک طالب دی او څوک غیر طالب. هغه د دوی په اصطلاح پته به یې نه لګېږي چې څوک سم جهاد کوي او څوک فتنه ګر دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام