د جبل السراج د سمنټو فابریکه له ۲۰ کلونو وروسته بیا فعاله شوه

د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي، د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د سمنټو د پخواني فابریکې د بیا فعالېدو خبر ورکړ.

د جبل السراج د سمنټو فابریکه په هیواد کې د سمنټو تولید لومړنۍ فابریکه ده، چې نږدې ۶۰ کاله مخکې د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د وخت چکسلواکیا هیواد په مرسته جوړه شوې، خو د تیرو څو لسیزو جګړو له امله ۲۰ کاله له فعالیته پاتې شوې وه.

دا فابریکه د بیا رغونې وروسته نن سه شنبه (اپرېل ۵مه) ګتې اخېستنې ته وسپارل شوه.

د کانونو او پترولیم وزارت مرستیال عبدالقدوس حمیدي، د دې فابریکې پرانیستلو مراسمو کې  د دې سربیره د سمنټو یوې بلې فابریکې  جوړولو خبر په ورکولو سره زیاته  کړه، چې د ډیرو سمنټو د تولید وړتیا به ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال دغه فابریکه د تدارکاتو په پړاو کې ده او ټول مواد يې د وزارت له خوا سروې شوې ده.

په همدې حال کې د پروان والي محمد عاصم عاصم د جبل السراج د سمنټو فابریکه د ملي یووالي حکومت په اقتصادي سیاست کې د افغانستان د خلکو ملي پانګه او د دې فابریکې پرانیستل د هیواد  زیربناوو جوړولو پیل بولي.

د جبل السراج  د سمنټو فابریکه ۱۵۰ کارکونکي لري، په یوه شپه او ورځ کې د سلو ټنو سمنټو تولیدولو ظرفیت لري.

د سیمه ییزو مسوولینو په باور کورني سمنټ سره له دې، چې بیه یې ټیټه ده د وارداتي سمنټو په پرتله له لوړ کیفیته برخمن دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام