په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د افغانستان مهمې سیاسي پېښې

سره له دې، چې په ۹۴یم کال کې افغانستان له ډېرو سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره مخ و، خو بیا هم په دې کال کې داسې اړین سیاسي بدلونونه شروع شول، چې په تېرو کلونو کې یې د پیل څرک هم نه و لیدل شوی.

له پاکستان سره استخباراتي هوکړه لیک:

په ۹۴یم کال کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وویل، چې د افغانستان او پاکستان د استخباراتو تر منځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک شوی دی. دې موضوع د هېواد په کچه ستر غبرګونونه راوپارول، چې بلاخره لغوه شو او له ځېنو اختلافي مواردو وروسته د همدې موضوع په تړاو د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل استعفا ورکړه.

د سولې په اړه د مري لومړۍ غونډه:

په ۱۳۹۴ لمریز لېږدیز کال کې د لومړي ځل له پاره د پاکستان په مري کې د افغان حکومت او طالبان استازیو ترمنځ د خبرو لومړۍ غونډه وشوه؛ خو د دې خبرو دویم پړاو د پیلېدلو په درشل کې ناڅاپي د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر د مړیني خبر، چې دوه کاله وړاندې مړ یا وژل شوی و؛ خپور شو او دغه بهیر یې ټکنی کړ.

همدغه وخت د کابل په شاه شهید کې درنه چاودنه او ځېنې نورې سترې امنیتي پېښې وشوې، چې پړه یې پر پاکستان ورواچول شوه او تر ډېره په دې اړه پاکستان د پېښو د تړاو په اړه اسناد او شواهد هم ورکړل شول.

له څه وخت ځنډ وروسته، پاکستان یو ځل بیا د سولی خبرو ته چمتووالی وښود.

د سولې څلور اړخیزې غونډې ګډونوال:

دغه بهیر هله ګړندی شو، چې د افغانستان د سولې په اړه امریکا او چین هم لیوالتیا وښودله او د سولې خبرو اترو لړۍ دا ځل د یادو هېوادو د استازیو په ګډون، د «څلور اړخیزې غونډې» تر سر لیک لاندې پیل شوې.

د اجراییوي رییس مرستیال ویاند جاوېد فیصل هم په روان کال کی څلور اړخیزې غونډې د افغان دولت یوه له سترو ستره لاسته راوړنو څخه ګڼي او وايي، د افغانستان د سولی بهیر له پاره اساسي بنسټ کېښودل شو، چې هغه د څلور اړخیزو غونډو پیل و.

برېښنايي پېژندپاڼو د ادارې تړل کېدل:

په ۱۳۹۴یم کال کې پلان و، چې برېښنايي پېژندپاڼې د وېش لړۍ پيل شوی وی، خو د زیات لګښت او د ملي یووالي حکومت د بودیجې د کمښت او د ملي یووالي حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله ونه توانېد، چې برېښنايی پېژندپاڼې ووېشي.

د سیاسي چارو شنوونکي هم مني، چې په دغه کال کې ستونزې وې، خو وايي، چې ډېر پرمختګونه شوي دي.

د باختر اژانس رییس مطیع الله اباسین مني، چې ملي یووالي حکومت په ۹۴یم کال کې ستونزې لرلې، خو وایي، چې حکومت په دغه کال کې ډېرو سیاسي پوسټونو ته ځوان کدرونه وړاندیز کړل او ډېره برخه یې دوی ته ورکړه.

د سیاسي چارو شنونکی محمد یونس فکور وایي، چې په ټوله کې افغان حکومت په نړیوال سیاست کې لاس ته راوړنې لرلې، ښې اړیکې یې جوړې کړې، خو په کور دننه له توپاني ستونزو سره مخ و.

د فکور پر وینا، د ملي یووالي حکومت د مشرانو د خپل منځي بې باوریو او اختلافاتو له امله د هېواد په ډېرو سیاسي پوسټونو اداراتو کې بدلونونه رانه غلل، چې د دوی د اختلافاتو په سبب تر اوسه په خپل حال پاتې دي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو کشاله:

د ملي یووالي حکومت د سیاسي جوړجاړي په لومړیو وختونو کې ویلي وو، چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې به بدلون راولي، خو د دې حکومت له دوه کلن مزل وروسته په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږی.

د داعش سیمه ییز پرخوالی:

د دغه کال بله سیاسي او امنیتي مسله په افغانستان کې د داعش ډلې را څرګندېدل وو، چې د سیمې د هېوادونو ترڅنګ یې روسیه او چین هم اندېښمن کړل.

د داعش د پرمختګ او د فعالیتونو د مخنیوي په موخه روسیې او ایران خپل تاریخي دوښمن، طالبانو ته، چې له داعش سره په جګړه اوښتي وو، د دوستۍ لاس وروغولو، چې د یادو هېوادونو دغې چارې افغان حکومت په غوسه کړ.

سره له دې، چې ځېنې شنونکي ۹۴یم کال د افغان حکومت د ښو لاسته راوړنو کال ګڼي، خو په ځېنو برخه کې یې په خپلو کړیو ژمنو د نه عملي کولو په تور بریالی نه ګڼي.

کابینه او سرپرستان:

په دغه کال کې د کابیني ډېره برخه بشپړه شوه، خو لا هم ځېنې وزارتونه، ولایتونه او ادارې ځای ناستي چارواکي اداره کوي او تر څنګ یې یو شمېر ولایتونو ته نوي والیان نه دي ګومارل شوي.

د افغانستان نړیوال سیاست:

په ورته وخت کې افغان دولت په سیاسي برخه کې په نړیواله کچه خوځښت وکړ. له ګاونډیو او د سیمو له هېوادونو سره یې بهرنی ځنځيري سیاست طرحه کړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني سلام وطندار ته وویل، چې په روان کال کې ولسمشر، اجراییوي رییس، د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکیو بهر ته سفرونه وکړل او په ډېرو نړیوالو غونډو کې یې ګډون وکړ، چې د ده پر وینا، ډېرې لاسته راوړنې یې لرلې

په ۱۳۹۴یم کال کې له هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت، پراختیا او همکاریو زیاتوالي په موخه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه او د ځېنو سیاسي توافوقاتو په اړه قراردادونه لاسلیک شول

بیاځلي د بهرنیو ځواکونو راتګ:

په ۹۴یم کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو کې ځنډ او ان بېرته راتګ بله مهمه پېښه ګڼل کېږي، چې له طالبانو سره د پنځمې څلور اړخیزې غونډې پیلېدل یې هم وځنډول.

د بهرنیانو راتګ او د هغوی څرګندونې:

افغانستان ته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي راتګ او د هغه په لاس د ملي شورا د نوې ودانۍ پرانیستل هم سیاسي پېښه وه، چې افغان ـ هند دستي نوره هم پیاوړې کړه.

د امریکايې چارواکیو له خوا د افغانستان سیاسي سقوط په اړه خبرو له خلکو سره اندېښنې راپورته کړې.

په همدغه کال په نړیواله کچه افغانستان د ادارې فساد په نوملړ کې دویم مقام کې راغی.

په ټوله کې سره له دې، چې په روان کال کې افغان دولت له ننګونو سره مخ و، خو بیا هم له ځېنو منفي وړاندوینو سره سره، چارواکي هیله من دي، چې ۱۳۹۵ کال به تر ۱۳۹۴ کاله څه ناڅه ښه وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام