دا دی په کابل ښار کې په رڼا ورځ د ۲۶ کلنې فرخندې نومې پیغلې له وژل کیدو یو کال تیریږي خو په خپله بڼه ددغه جنایت ډیر اړخونه لا نه دي روښانه. ښایي ډیر لوستونکي ووایي چې دا کومه پټه خبره نه ده ځکه چې د کوډګر او دوکه مار ملا د د رواغو ادعا پر بنسټ چې ویلي یې و فرخندې قرانکریم ته اور اچولی، یوې ډلې متعصبو کسانو په ناخبري کې لومړی هغه په کوتکو او ډبرو ووژله او بیا یې مړی وسوزاوه.

که ومنو چې مسله پر همدې بڼه وه بیا هم ډیرې پوښتنې شته چې روښانولو ته اړتیا لري او هغه دا چې فرخندې ولې او د کومې اړتیا له مخې د شاه دوشمیره جومات په شان سپیڅلي ځای کې په دغه ډول ناروا کار لاس پورې کړی و؟ چې وروسته وویل شول فرخندې قرانکریم نه دی سوزولی.

خو کوډګر او دوکه مار ملا بیا ولې او د کومې موخې له پاره پر فرخندې داسې ناوړه تور پورې کړ چې دغه ډول سخت غبرګون یې له ځانه سره درلوده؟ ددوی ترمنځ کومه نا حل شوې لانجه وه چې پایله یې دغه جنایت ته ورسیده. ایا دوی یو بل پخوا پیژندل او ملا له هغې د خلاصون له پاره او یا هم له هغې خپلې کومې غوښتنې نه پوره کیدو په ټس کې دغه ډول تور پورې کړ؟  

دې ته ورته نورې پوښتنې هم شته خو زموږ د دې لیکنې موضوع ددې پوښتنو روښانول نه دي ښایي دا پوښتنې څارنوالانو کړې وي او هر ډول ځواب یې چې موندلی وي بیا هم ارزښت نه لري، موږ غواړو ددې پیښې تر شا لاملونه را وسپړو چې پربنسټ یې دغه ډول ویرونکی جنایت رامنځ ته شو.

ریښتیا مهمه پوښتنه داده چې د دغه جنایت پرمهال ولې که ټولو نه بلکې ډیرو یاد عمل روا، پرځای او منطقي وګاڼه چې که عملآ یې ونډه پکې وانخیسته یوازې ننداره یې کوله لکه چې دا یوه طبیعي او د هرې ورځې عادي پیښه وي. پولیسو هم رډ رډ ورته کتل او ددغه جنایت په اړه یې هیڅ ډول غبرګون ونه ښوده. د کابل امنیه قوماندان او د کورنیو چارو وزارت د هغه امنیتي معین تردې مخکې له  نورو چاودنو او ځانه مرګه بریدونو وروسته به ډیر لیواله وو چې پر خپلو ډکو اوږو رسنیو ته د حساب ورکولو له پاره حاضریدل(دایو ډارن عمل و دومره… مړه او دومره … ټپیان شوي)، خو خدای خبر چې ولې ددغه جنایت پرمهال چې ساعتونه یې دوام وکړ چیرې او پرکومه دنده بوخت وو.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین چې یو وخت په وزیر اکبرخان مینه کې د دوو ځان مرګه بریدګرو له منځه وړلو په موخه په توره شپه کې ځان د پیښې ځای ته رسولی او له هغه ځایه یې له دوو بریدګرو سره د پولیسو وسله واله نښته له رسنیو سره په اړیکه  ویلي و چې (نبرد سخت ادامه دارد)، پردې ورځ یې چا سڼ هم وانه وریده.

تر ټولو بده یې لا دا چې د وزیر محمد اکبرخان جومات متمدن او روڼ اندي ملا، د اطلاعاتو او فرهنک وزارت شیک او موډینګې معیني هم دغه عمل په لومړي سرکې پرځای او روا ګڼلی و.

بیا هم پوښتنه داده چې ولې؟

یو لامل یې ښایي دا وي چې د نږدې څلویښتو کلونو په ترڅ کې ددین په نوم د ځینو ډلو او کسانو کړنې د خلکو په ذهن کې دومره تداعي شوي چې اوس یو شمیر کسان ددیني ارزښت او جنایت ترمنځ توپیر نه شي کولی.

که داسې نه وی نو که رښتیا هم فرخندې د قران کریم سوزونې ناروا عمل تر سره کړی هم وی، هغې ته سزاورکول د قانون او محکمې حق و نه دې د کوډګر ملا په امر د کوڅې او بازار لنډغرانو. په غالب ګومان هغو کسانو چې د فرخندې په وژلو او مړي سوزولو کې ستر رول لوبولی ډیر یې د لمانځه او اوداسه پر فرضونو او سنتو لا نه پوهیدل، نور دیني حکمونه خو لارپرځای پریږده. 

ټول پر دې پوهیږي چې جهاد د افغانستان د خلکو انتخاب نه بلکې پر افغانستان د سره استعمار یرغل له امله د افغانانو مجبوریت و، خو څوک ویلي شي هغه ټول کړه وړه چې ځینو ډلو د کلونو په اوږدو کې ترسره کول جهاد و؟

هغه چا چې د جهاد فتوا ورکوله دغه توان هم درلوده چې د جهادګرانو کړه وړه قابو کړي؟ دوی د جهاد او جنایت ترمنځ کومه کرښه هم راکښلې وه که څه ډول؟

د سیالو جهادي ډلو کسانو وژل، په کلیو کې په تربګني او شخصي دوښمني د خلکو وژل او د ډاکتر نجیب الله حکومت له ړنګیدو وروسته تنظیمي جګړې چې په پایله کې یې یوازې د ۶۰۰۰۰ کابل ښاریانو وژل کیدل اونورو بشري ضد جنایتونه هم جهاد وو.

په هغو کلونو کې یوازې د وژنو او کینې اور بل ساتلو په موخه تبلیغ د ژوند ټول چاپیریال مشبوع کړی و. ان د ښوونځیو زده کونکو د لوست کتابونو کې د جمع او تفریق بیلګې وسلې وړاندې کیدې، لکه ۲ کلاشنیکوف+۲ کلاشنیکوف =  ۴ کلاشنیکوف او ډیرې نورې بیلګې چې په خپل ذات کې د ماشوم په ذهمن کې وژنه تداعي کوي په تیره چې پرچا دین ته د سپکاوي تور لګیدلی وي.

یوه ښاغلي ډیر پرځای ویلي هغه مهال ټول خلک پر دوو رنګونو یانې سپین او تور ویشل شوي وو، هغه هم داسې چې ځانونه سپین او نور یې تور ګڼل. خو خبره یوازې په تور ګڼلو نه رالنډیده بلکې هغه چا چې ځانونه سپین ګڼل د تور وژل یې خپل فرض ګاڼه هغه هم له دې پرته چې د توروالي ثبوت له پاره یې ان لومړنی میکانیزم هم نه درلوده، یوازې یو ووړ شک کفایت کاوه چې پر یو چا د کفر ټاپه ولګول شي نور یې وژل نه یوازې مکلفیت بلکې فرض اعلان شوی و.

د فرخندې د دغه ډول بې رحمانه وژنې یو لامل هم د همغه وخت ذهنیت پاتې شونی دی چې په ماټکې خبره چې قرانکریم یې سوزولی پرته له دې چې ثابته شي د کوڅې او بازار لنډغر یې د برخلیک دغه ډول پریکړه وکړه.

بل لامل یې جنسي عقده هم ګڼل کیدی شي او هغه دا چې د جنسي محرومیت او عقدې له امله د جنسي عقدې لیونیانو ښایي ډیر ګوزارونه د هغې بدن پر هغو غړو کړي وي چې جنسي غریزه تحریکوي. که دغه یاد تور پر کوم نارینه لګیدلی وی ښایي له دغه ډول برخلیک سره نه وی مخ شوی ځکه چې تر دې مخکې عبدالرحمان او یوې ډلې نورو کسانو چې په ښکاره له اسلامه مخ اړولی او عیسویت یې منلی و کله هم له دغه ډول برخلک سره نه وو مخ شوي.

ددغه جنایت یو بل لامل به ښایي هم په جوماتونو کې د ښځو خلاف د هغو نیمچه ملایانو تبلیغ وي چې له بي علمي او یا ښایي د نورو په ټونګ د نجونو او ښځو د زده کړو او له کوره بهر  کار مخالفت کوي.

دغه کار یو بل لامل هم لري او هغه په افغانستان کې د ځینو نړیوالو بنسټونو تیروتنې دي چې د افغاني او اسلامي ټولنې له ځانګړتیاوو په ناخبري کې یې ترسره کړي دي.

د هغو کسانو فلم به ډیرو لیدلی وي چې په یوه بهرنۍ موسسه کې د عیسویت دین منلو په دود د تعمید غسل ورکول کیږي، په داسې حال کې چې د اسلام مبین دین حکومونو له مخې هیڅ مسلمان حق نه لري چې اسلام پریږدي او بل دین ته ولاړ شي، خو شته داسې بهرني بنسټونه چې د بشري حقونو پربنسټ د افغاني اسلامي ټولنې او لویدیځې ټولنې ترمنځ پر توپیر نه پوهیږي.

دا لویدیځ دی چې ددیني عقیدې منل او پریښودل پکې ارزښت نه لري، خو افغانستان لویدیځ نه دی.

بله دا چې ددوی دې کړنې د بنسټپالو ډلو تبر ته نور هم لاستی ورکړ چې د روڼ اندو خلاف خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړي.

همدغه ډول کړنو او پرخلاف یې تبلیغاتو ته په کتو نو اوس که پر یو چا د قران کریم سوزولو تور لګیږي او هغه هم چې ښځینه وي، پایله یې له دې پرته بل څه کیدی شي؟

په دې توګه ویلی شو چې د فرخندې د وژنې جنایت لامل یا لاملونه ددې ټولنې په جنګي او متعصب ذهنیت کې نغښتي، نه د یو څو لنډغرو په کړو وړو کې.

که موخه د دا ډول پیښو تکرار مخنیوی وي لومړی باید هغه چاپیریال بدل کړای شي چې د فرخندې د پیښې په شان جنایت پکې رامنځ ته شوی، چې دا بیا په ریښتیا سره ستونزمن خو ناشونی کار نه دی.   

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام