د غور ولایتي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی

د غور ولایتي روغتون ډاکټران ادعا کوي، چې دوی سره د دغه ولایت د ملي امنیت مرستیال ناسم او له سپکاوي ډک چلند د زغملو وړ نه‌دی او د همغه چلند په غبرګون کې کاري اعتصاب او د روغتون دروازه يې وتړله.

اعتراض کوونکي ډاکټران مدعي دي، چې د غور ملي امنیت مرستیال محمد دریا باز غوښتل د ډاکترانو له اجازې پرته د جراحي څانګې ته ننوځي، چې ډاکترانو له مخالفت سره مخ شو او ده هم یو ډاکتر ته سپکاوی وکړ.

معترضو ډاکترانو خبرداری ورکړ، ترهغو چې د غور د ملي امنیت مرستیال عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي نشي خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.

ډاکټر ضیاالدین ضمیر وايي: «دریا باز راځي یو کس ته چې زموږ د متخصصینو له ډلې ښاغلي پارسا ته سپکاوی کوي له خپلو جامو او وسلې کار اخلي ډیرې ښکنځلې يي هم وکړې او ناروغ يي هم نه درلود.»

له ده سره ډاکټر محمد عطايي او ډاکټر حبیبي هم هم‌نظري دي او زیاتوي، چې باید دریا باز عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

په ورته وخت کې روغتون کې د بسترو ناروغانو کورنۍ د ډاکترانو کاري اعتصاب دوام په اړه انديښنې لري.

حمیدالله او عبدالاحد په دې اړه وايي، چې د ډاکټرانو د نه‌شتون له وجې د دوی بستر ناروغان سخت په تکلیف دي.

په دې اړه مو وغوښتل چې د غور عامې روغتیا ریاست او ولایتي روغتون مسوولینو نظر هم ولرو خو خبرو ته حاضر نه‌شول.

له دې ټولو سره ـ سره د غور د ملي امنیت دویم مرستیال محمد دریاباز د ډاکترانو ادعاوې ردوي او وايي، چې غوښتل يي د طالبانو قوماندان ملا سعدي یار چې تر درملنې لاندې دی لیدنه وکړي، خو د جراحي څانګې ډاکټرانو ورته اجازه ور نه کړه.

«موږ یو میلمه درلوده چې تر عملیات لاندې وو او د هغه د لیدنې له پاره تللی ووک عمومي دروازه چې خلکو پرې تګ راتګ کوو تړلې وه بیا مې ښیښه وټکوله هلته له یوې میرمنې سره ناست وه ما یوازې ورته دومره وویل چې که کورنۍ تربیه ولرئ له موږ سره  مو داسې جلند نه کوو ته د یو ډاکتر په توګه باید له خلکو سره سم چلند وکړې.»

د زورواکانو او حکومتي چارواکو له خوا د ډاکترانو وهل ټکول، سپکول او دوی سره ناوړه چلند کومه نوې خبره نه ده، خو هر ځل له قانوني لارې د دغو مسلو څیړلو پرځای ورسره سطحي چلند کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام