جنرال کمپل: د طالبانو په وړاندې جدي پوځي ګامونه اخلو

د امریکا متحده ایالاتو جګپوړي نظامي جنرال او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان اف کمپل د دغه هېواد لوړپوړو نظامي چارواکو ته په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د ځپلو له پاره د یرغلییزو بریدونو وړاندیز کړی دی.

د پنټاګون چارواکو ویلي دي، دغه وړاندیز جنرال کمپل د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې سپینې ماڼۍ ته کړی.

په ورته وخت کې د پنټاګون په غونډه کې د امریکا یو بل لوړپوړي نظامي چارواکي ویلي دي، چې د طالبانو د ځېنو مشرانو په نښه کولو کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

دوی وايي، چې دغه وړاندیزونه په پوره غور او شننې سره شوي دي.

د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال کمپل د مارچ میاشتې په دویمه نېټه یې په افغانستان کې د خپلې دندې د پای ته رسېدو په ورځ د طالبانو خلاف د امریکا د هوايي بریدونو ملاتړ، د طالبانو د مشرانو خلاف د بریدونو کولو او په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د نظامي سلا کارانو د ګومارلو وړاندیزونه وکړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو هوايي ځواکونو هغه وخت په طالبانو هوايي بریدونه کوي، چې امریکایان له ګواښ سره مخ وي او یا هم افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو له خوا د جدي ګواښ سره مخ شي.

د کمپل دغه وړاندیز په افغانستان کې د امریکا د ۲۰۱۴ کال سیاست خلاف څرګندونې دي.

د جنرال کمپل وړاندېزونه پر وسله والو طالبانو یو فشار دی او دغه چاره د سولې په خبرو کې د وسله والو طالبانو په ګډون اغیز لري.

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د جنرال کمپل وړاندیزونه تر څېړنې لاندې دي او دا به د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

سپینې ماڼۍ د روان میلادي کال په پیل کې کمپل ته په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې سره د مبارزې له پازه زیات واکونه ورکړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام