.jpg)
د پاریس محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر نیکلاس سارکوزی د دې له کبله تر قانوني تعقیب لاندې ونیوه، چې د ۲۰۱۲ زېږدیز کال په ټاکنو کې یې د لګښت له ټاکل شوې اندازې زیاتې پیسې مصرف کړې وې.
فرانس ۲۴ تلویزون خبر پور کړی، چې د پاریس لومړنۍ محکمې تېره ورځ (سه شنبه) له نیکلاس سارکوزي د «شکمنو مالي فعالیتونو» په تور د څېړنې حکم ورکړی دی.
د فرانسې د ټاکنو د قانون پر بنسټ ولسمشرۍ چوکۍ نوماند په ټاکنیزو سیالیو کې د ۲۵ میلیونو ډالرو د لګښت اجازه لري او له دې په زیات لګښت سره تر قانوني تغقیب لاندې نیول کېږي.
سره له دې چې د ۲۰۱۲ زېږدیز کال په ټاکنو کې فرانسوا اولاند ګټونکی شو، خو د پاریس ابتدايي محکمې د لګول شوي تور په اساس سارکوزی د بیګامالیون په نوم یو شرکت سره په معامله کې د محفلونو په جوړولو؛ ۱۹ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.
سارکوزی د فرانسې د محافضه کار جمهوري غوښتونکي ګوند رهبر دی او ښايي، چې د راتلونکو ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې ځان نوماند کړي.
له دې مخکې هم سارکوزی د مالي فساد له امله د پاریس محکمې تر عدلي تعدلي تعقیب لاندې و، خو د بشپړو اسنادو د نشتوالی له امله یې دوسیه له تعقیب څخه پاتې شوه.





