په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وايي، چې د دغه ولایت په دولتي ادارو کې له ښځو سره توپيري چلند کیږي او باید د دغه ناوړه دود سره هر اړخیزه مبارزه وشي.
په خوست کې نن چهارشنبه ( فبروري۱۰مه) له ښځو سره د توپیري چلند کمولو یا له منځه وړلو په موخه د ښځوله پاره د ملګروملتونو له لوري درې ورځیني ورکشاپ جوړ شوی و.
خوست کې مدني فعالانو له ډلې نادیې باوري او کاملې اکبري د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل، چې ښځو ته په بیلابیلو برخو کې نه درناوی او ترڅنګ يې په حکومتي کچه دوی ته د کار او اقتصادي پیاوړتیا فرصتونه، نه ورکول په دغه توپیري چلند کې شامل دي.
نادیې زیاته کړه، چې همدا اوس په خوست کې ډی خویندې نه شي کړای، چې په دولتي اداراتو کې کار وکړي د هغې پر وینا، یواځې په پوهنې، ښځو چارو او عامې روغتیا ریاستونو کې دندې اجرا کوي.
د یاد ورکشاپ مسوول بازي ساپي سلام وطندار ته وویل چې موخه یې د تبعیض په اړه عامه پوهاوی دی.
هغه زیاته کړه، چې بله موخه یې داده، چې ښځې په ټولنه کې څه ډول حقونه لري او له دوی سره توپیري چلند له وضعي او شرعي قوانینو سره څه ډول پرتله کیږي؟
په خوست کې په تیرو ۱۴ کې په بیلابیلو برخو کې د پام وړ بدلونونه راغلي چې زده کړې ته د خلکو بې سارې لیوالتیا یو له دغو مثبتو بدلونو څخه ده.





