.jpg)
د بغلان والي ویاند محمد حقمل له سلام وطندار سره نن ګهیځ (چهارشنبه) د برېښنا ستونزې په اړه په مرکه کې وویل، چې وسله والو طالبانو د ډنډشهاب الدین په بابا نظر سیمه کې د برېښنا دوه نورې پا یې هم ویجاړې کړي دي.
حقمل وویل، چې د برېښنا په نړول شویو پایو کې له تاجکستان هېواد نه کابل ته ۷۰ میګاواټه برېښنا تېره شوې ده، چې له دې وروسته به کابل ښار تر یو نامعلوم وخت پورې له برېښنا بې برخې وي.
له دې مخکې هم وسله والو طالبانو د ازبکستان نه کابل ته د غځول شوې ورداتي برېښنا ۴ پایې د بغلان په ډنډشهاب الدین سیمې کې ویجاړې کړې وې.
ویل کېږي، چې وسله والو طالبانو افغان حکومت ته خبرداری ورکړی، که حکومت په ډنډشهاب الدین سیمه کې برېښنا ونه ویشي، په ډنډغوري کې نظامي عملیات ونه دروي او همدا ډول ټول نظامي ځواکونه له دې سیمې بهر نه کړي، دوی به د برېښنا ټولې پایې له منځه یوسي.
.jpg)
خو د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې دوی څو د ډنډغوري په سیمه کې د خورشید ۲۰ په نوم پیل شوي عملیات سرته ونه رسوي، نه شي کولی، چې په ډنډشهاب الدین سیمه کې همهاله عملیات پیل کړي.
شاوخوا ۱۵ ورځې کېږي، چې حکومت د ډنډغوري په سیمه کې پراخ نظامي عملیا پیل کړي دي، خو تر اوسه پورې پایله نه ده ورکړې.





