.jpg)
د تبت بودایانو مذهبي رهبر دالايي لاما نه د امریکا ولسمشر بارک اوباما ستاینې د چین هېواد د رسنۍ او حکومتي چارواکو غوسه راپارولې دي.
دالايي لاما د تبت بودایانو مشهور خپلواکي غوښتونکی رهبر دی. نوموړی د ۱۹۵۹ کال د خپلواکۍ غوښتلو له پاڅون وروسته هند ته تبعید شو او د تبتیانو دغه تبعید شوی رهبر په واشنګټن کې د “سباناري کلنۍ مقدسه” غونډه کې د بارک اوباما له خوایې قدردانی او ستاینه وشوه.
اوباما دغه رهبر د انساني ازادۍ او کرامت هڅوونکی وباله او شخصي ملګری یې یاد کړ.
اوباما د دالايي لاما سره مخامخ غونډه نه لرله، د وینا له دریځ ځایه یې ورته درناوی وکړ او ویې ستایه.
د چین هېواد د بهرنیو چارو وزیر له دې ستاینې وروسته وویل، تبت د چین کورنۍ موضوع ده.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، د تبت موضوع کې لاس وهنه، د چین په کورنیو چارو کې د لاس وهنې په معنا ده.
ده زیاته کړې ده، چې په دې اړه به د هر هېواد په وړاندې ودرېږي.
.jpg)
د چین شینهوا حکومتي خبري اژانس په یوې خپرې شوې مقاله کې ویلي دي، چې د تبتیانو تبعید شوي رهبر او د امریکا ولسمشر تر منځ هر ډول دوستانه اړیکي به سیاسي منفي پایلې ولري.
د دغې مقالې په یوې برخه کې راغلي دي، چې “اوباما او دالايي لاما ځان نړۍ ته یوازې د یو او بل د ملګري په ډول ور پېژني، خو د پردې ترشا سیاسي هوکړې او محاسبات جریان لري.”
د چین هېواد دغه خبري اژانس په یوې بلې خپرې شوې مقالې کې ویلي دي، چې امریکا د تبت له مسلې نه په ګټنې سره چین ته ستونزې جوړوي او دوی هیڅ کله د چین هېواد ته په اړیکو کې ښه نیت نه دی ښکاره کړی.
تبت بودایان د نورو چینایانو سره د ژوند او دین له پلونه توپېرونه لري، چې همدغه توپېرونه د دې لامل شوي دي، چې د دالايي لاما له تبعید پرته دغه مذهبي خلک د چین له حکومت نه کرکه وکړي.
له دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د امریکا ولسمشر اوباما د چین حکومت له مخالفانو د رهبر سره لیدل کړي وو.





