آواتار د سینما د تاریخ تر ټولو ستر فلم

کیسه:

فلم په ۲۱۴۵ ز کال (۱۲۹) کاله وروسته وخت کې جوړ شوی دی، کیسه دا ده، چې د ځمکې پر سر اقتصادي سرچینې ختمې شوې دي او امریکا غواړي، چې د پينډوار په نوم یوې بلې سیارې کې د اونابتانیوم په نوم ډبرې راوباسې‏، ځکه چې له دې ډبرو ډېره انرژي ترلاسه کېږي.

د هغه ځای خلک نیمه انسانان وي، په ښکلي طبیعت کې ژوند کوي او رنګونه یې آبي وي، اوږدې لکۍ او وېښته لري او لا هم طبیعت سره اوسېږي. د امریکا ساینسي اداره د هغو سیارې د مخلوق په څېر یو جسد جوړ کړي، چې یو روغ انسان په ماشین کې اچوي او روح یې هغه جسد ته ورننباسي، هغه جسد ځي او په پنډورا کې له خلکو سره دېره کېږي.

د جیک سیلي په نوم یو هلک هلته ورځي، ژوند کوي او د قبیلې د سردار له لور سره یې مینه پيدا کېږي، په پېنډورا کې یوه مقدسه ونه وي، چې د دې سیارې مخلوق ( ناوا) پکې ژوند کوي او د ډبرو زېرمه تر همدې ونې لاندې وي، پوځ غواړي، چې برید پرې وکړي او جیک سیلي غواړي، چې د خبرو اترو په ترڅ کې (ناوا) دا ونه پرېږدي او په بل ځای کې مېشت شي.

د جیک سیلي خبره ځای ونه نیسي او پوځ پر ونې برید وکړي، بلاخره جیک سیلي له (ناوا) سره یو ځای شي، مقدسې ونې ته دعا وکړي او له امریکايي پوځ سره جګړې ته راووځي، د سیلي دعا قبوله شي او د پنډورا ټول ژوندي اوسېدونکي له دوی سره یو ځای شي، امریکايي پوځ مات کړي او خپله سیاره ترې وژغوري، د دې تر څنګ جیک سیلي هم خپل روح له انساني جسده وباسي او په آواتار نومي جسد کې د تل لپاره پاتې او د ناوا برخه وګرځي.

اهمیت:

تخنیکي اړخ:

آواتار د مشهور ډایرکټر (جیمز کامیرون) فلم دی، له تر آواتار مخکې ټایټانېک، ټرمیناټور ۲ او نور مشهور فلمونه هم جوړ کړي دي. کامیرون غوښتل، چې آواتار په ټایټانېک پسې سمدستي جوړ کړي، خو دا چې هغه وخت ټکنالوجۍ دومره پرمختګ نه و کړی او ده نه شو کولای، چې خپله تخییلي دنیا نړۍ ته وړاندې کړي؛ نو دا کار یې پرېښود او بلاخره یې تر ۱۲ کاله ځنډ وروسته د آواتار شهکار فلم د سیمنا پر پرده راوړ.

د آواتار فلم نږدې ۶۰ سلنه صحنې درې بعدیزه (3D) تخییلي دي او په دې فلم کې د مخ یا څېرې له پاره یوه ځانګړې ټکنالوجي کارول شوې ده. د دې له پاره چې په فلم کې د (ناوا) مخلوق د څېرې تاثرات په حقیقي ډول وړاندې شي؛ نو له یوې ځانګړې وسیلي کار واخیستل شو، دا وسیله داسې وه، چې د ممثل په مخ به یې یوه شعاع شیندله او په کمپیوټر کې به همدا د ممثل خپله څېره د (ناوا) په شکل اوښتله. دا کار د دې لامل شو، چې د محصل د څېرې خپل عادي حرکتونه، بدلونونه، تاثرات او ځانګړتیاوو د ناوا څېرې ته انتقالېدلې او فلم دومره طبیعي راغلی، چې انسان یې په لیدلو ناوا ته د یو کارټون فکر نه کوي.

سیاسي اړخ:

د فلم کیسه ډېره استعاري لیکل شوې ده او په ټوله کې یې د امریکا زورواکۍ ته اشاره کړې ده، په دې فلم کې امریکايي پوځیان د خپلو ګټو له پاره آن بلې سیارې ته ورځي او هلته د خپلو اقتصادي ګټو له پاره د هغه سیارې مخلوق په ډېره بې رحمۍ وژني. دلته نو تاریخ ته هم یوه اشاره شته او هغه اشاره دا ده، چې پېړۍ مخکې اروپایانو د خپلو ګټو له پاره امریکا ته همداسې سفر وکړ، هلته یې کیندنې وکړې او د هغه ځای خلک یې ووژل او زېرمې یې ترې ولوټلې.

نقادانو ته یوه بله باریکي هم ښکاره شوې ده، د فلم اصلي اتل (جیک سیلي) د امریکايي پوځ یو سرتېری وي، چې پښې یې فلج شوې وي، ویل کېږي، چې د ده پښې له وینزویلا سره د امریکا په جګړه کې فلج شوي دي، یانې دا، چې په راتلونکیو کلونو کې ښایي امریکا له وینزویلا سره هم جګړه وکړي، د نقادانو پر وینا، دا د امریکا د زورواکۍ او نړۍ نیولو وړاندوینه کېدلی شي، ځکه ښايي، دوی په دې نظر وي، چې په خاورینه ځمکه خپله ټول مخالفان او دښمنان مات کړي او بیا د خپلې زبروځواکۍ د ثابتولو له پاره آن بلې سیارې ته هم ګامونه واخلي، همدا سیاسي اړخ و، چې پر آواتار فلم یې ځېنې سینمايي جایزې هم ونیولې.

اقتصادي اړخ:

روانه جګړه تر ډېره اقتصادي جګړه ده، د نړۍ ستر قوتونو که په کومو هېوادونو بریدونه کوي، یا پکې سیاسي لاسوهنې کوي؛ نو تر ډېره یې د خپلو اقتصادي ګټو خوندیتوب وي، دا چې د اقتصاد تر ټولو لویې سرچینې طبیعي زېرمې دي؛ نو ستر قوتونه هڅه کوي، چې په دې زېرمو واکمن شي او د خپل اقتصاد د پياوړتیا له پاره يې وکاروي، دلته یوه اشاره دا ده، چې که چېرې په راتلونکیو څو پېړیو کې د ځمکې طبیعی زېرمې ختمې شي؛ نو خلک به څه کوي؟ دې اندېښنې ته هم اشاره شوې ده، چې ستر قوتونه شاید د خپلو ګټو ترلاسه کولو له پاره هر ډول وحشت ته چمتو شي، د ناوا د خلکو په مقدسه ونه، چې برید کېږي؛ هغوی خپل ماشومان اخلي او په ځنګلونو کې منډې وهي، دلته نو لیدونکي ته زموږ او ورته ټولنو تصویرونه مخې ته درېږي، چې زموږ نسل د ستر قوتونو تر پښو لاندې څنګه دلېږي او هغوی د خپلو اقتصادي ګټو له پاره له انساني نسل سره څه ډول ناوړې لوبې کوي.

عاطفي اړخ :

پنډورا یوه تخییلي سیاره ده، هغه ځای چې طبیعت پکې په خپل حال دی، خلک له طبیعت سره مینه لري، هر څه په طبیعي ډول دي، ونې، بوټي، غرونه، ابشارونه … هر څه د ښکلا یوه ټوټه وي. پنډورا یې دومره ښکلې ډيزاین کړې ده، چې انسان یې په لیدلو له طبعیت سره یوه عجیبه عاطفي اړیکه پيدا کوي، جیک سیلي (د فلم اتل) چې پنډوار ته لاړ شي؛ نو د نوا قبیلې د سردار له لور سره یې مینه پيدا شي، بیا ورته وایي، چې زه بېرته نړۍ ته نه ځم، زه په دې طبیعت مئین شوی یم، زه په تاسو مئین شوی یم، زه له تاسو یو یم، زه تاسو سره مینه لرم.

د پنډوار د هر اوسېدونکي (نوا) د وېښتانو چوټۍ له طبیعت سره د اړیکي وسیله وي، دوی له خپل طبیعت سره دومره تړلي وي، چې د هر ژوندي مخلوق په احساساتو کې شریکېدلی شي، کله چې دوی په خپل آس یا سیمرغ سپرېږي؛ نو خپل وېښتان د هغوی له وېښته ډوله غړي سره یو ځای کوي، دوی هغوی احساسوي او بیا چې د دوی په زړه کې څه تېرېږي حیوانات هماغسې کوي. همدا لامل دی، چې د پنډورا اوسېدونکي له خپل طبیعت سره بیخي تړلې وي او لکه د خپل وجود غړي یې ګڼي.

په پنډورا کې څو ونې وي، چې دوی یې (سپېڅلې اروا) بولي، دوی د هغه ونې عبادت کوي او د عبادت ډول یې هم دا دی، چې له هغه ونې راځوړندې سپینې ريښې له خپلو وېښتانو سره یو ځای کوي، ورسره اړیکه پيدا کوي او آن تر دې، چې د ټولو خلکو د دعاګانو غږونه هم اوري.

جایزې:

آواتار فلم داسې ډېر اړخونه لري، چې دا یې د سینما د تاریخ تر ټولو ستر فلم ثابت کړی دی، دې فلم د ۳ اسکار جایزو په ګډون ۳۱ بېلابېلي سینمایي جایزې ګټلي دي. نږدې ۲۴۶ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی دی او ۲،۷۸۸ بيلیونه ډالره کاروبار یې کړی دی.

فلم پيژندنه:

 

نوم: AVATAR

لوبغاړي: سام ورټینګټون، زويي سالدانه، سټیپين لانګ …

لیکوال: جیمز کامیرون

لارښوود: جیمز کامیرون

ژبه: انګلیسي

د خپرېدلو نېټه: ۱۰ ډېسمبر ۲۰۰۹ او ۱۷ ډېسمبر ۲۰۰۹

هېواد: آمریکا

موده: ۱۶۱ دقیقې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام