هم مو ۷م د ثور ته وبایلله هم مو ۸م د ثور ته

ځېنې په دې نظر دي، چې ټولنیز اوښتونونه د ټولنې په تکامل کې د دېوالونو په شان درېدلي دي او هر کله چې ټولنې په تدریجي ډول په طبیعي توګه د پرمختګ او تکامل ګام پورته کړي؛ دا اوښتونونه دي، چې د هغوی مسیر وربدلوي او په بله حادثه ورمخېږي. افغانستان هم په تېره یوه پېړۍ کې اوښتونونه، کودتاوې او کورني جنګونه تجربه کړل او په هره دوره کې د نړیوالو قدرتونو له خوا د لوبې د وسیلې په توګه وکارېدلو.

د دې هېواد خلک په شعوري یا لاشعوري توګه د نورو له خوا د نورو هېوادونو د ګټو له پاره په خپلو کې په یو بل داسې بریدونه وکړل، چې په اخره کې اوسني فقر او هلاکت ته ورسېدل.

د شلمې پېړۍ نیمايي، یا دقیقاً د سوړ جنګ له شروع راهیسې، ګوندونه، ډلې او حتا د هېواد عادي وګړي هم یا د ختیځ په خدمت کې وو یا د لویديځې نړۍ په اختیار کې. افغانستان له هماغه وخته د امریکا او شوروي د حملې پر میدان بدل شوی و.

د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور برژینسکي په خپلو خبرو کې مجاهدینو ته زېری ورکړی و، چې د اسلام لښکرې به ډېر ژر د کفارو په مقابل کې بریالۍ شي. هغه له زرګونو کیلو مترو لېري ځایه کویټې ته راغی او مجاهدینو ته یې په غوږ کې وویل، چې «الله له تاسو سره دی؛ نو د شوري په مقابل کې راپورته شئ.»

ښايي ډېره دردوونکې به وي، چې یو زیرک سیاستوال د نړۍ له هاغې غاړې راځي او د خپل هېواد د ګټو له پاره موږ غافلوي او موږ یې هم پیسې وخورو، وسلې پورته کړو او د ګټو له پاره یې په خپل هېواد کې د خپل هېواد پر وړاندې وجنګېږو. کله چې دولت په کابل کې حکومت کولو؛ د شوروي اتحاد تر فشار لاندې به و او په نظامي او اقتصادي لحاظ یې نه شول کولی، چې ځان د کرملین له باره بېرون کړي.

برژینسکی په مستقیم او غیر مستیقیم ډول د شوروي پر ضد د هغه د شوروي د ملاتړو مخالفانو په منځ کې د سخت دریځۍ او تفکر په تقویه کولو کې مهم رول لرلو. د هېواد عام وګړي، پر افغانستان د شوروي له یرغل مخکې د سیاسي اسلام په اړه چندانې دمخور نه وو او تمه یې نه لرله، چې دین به هر څه، لکه د شاهي نظام مشروعیت، جمهوري او مډرن حکومت ته ځواب ووايي. خو اووم د ثور او اتم د ثور په یوځلي ډول دا ټول باورونه بدل کړ.

د افغانستان په کلیو او بانډو کې د دین په اړه قرائتونه ترویج او تبلیغ شول. برژينسکي په افغانستان کې د شوروي د ماتولو له پاره، د عربي هېوادونو سخت دریځي وسله وال افغانستان ته راوستل. د دوی له راتګ وروسته، د افغانستان جنګ پېچلی شو او اوضاع د شوروي، امریکا او افغان حکومت له کنټروله ووتله. هر څه د پاکستان او عربي هېوادونو تر نظر لاندې وو، دوی اصلي پرېکړه کوونکي وو او د جنګ او جهاد لوری به یې چې په هره خوا کشولو، کشولی یې شو.

جنګ اعتدال او د خلکو ترمنځ نیمه شوې پخلاینه هم له منځه یوړله. موږ یې د تدریجي پرمختګ له مسیر نه لېرې کړو او زموږ کور ته یې بې وزلي راوړله. نور نو د څلوېښتمې پېړۍ د روشنفکرانو خبرې ختمې وې. په پوهنتونونو کې د سمونونو په نوم د زده کړیالانو راپورته شوې انګېزې د تل له پاره هېرې شوې. له همدې سره سم زموږ ټول نظامي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي سېستمونه او جوړښتونه له منځه لاړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام