.jpg)
د ژورنالیستانو فدراسیون او دافغانستان رسنۍ د طلوع تلویزیون پر کارکونکو برید د افغانستان د رسنیو په تاریخ کې د " تورې چهار شنبې " په نوم ثبتوي.
د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون نن پنجشنبه(جنوري ۲۱مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د طلوع تلویزیون پر کار کوونکو پرونی ځامرګی برید په کلکو ټکو غندي او دا ورځ به په تاریخ په ياد نوم ثبت شي.
خبري غونډې ته د ژورنالیستانو فدراسیون مسوولینو وویل چې په دغه برید ځانمرګي برید کې ۸ کسان وژل او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
د ژورنالیستانو فدراسیون خبري غونډه کې ۱۰ ماده ییز پریکړه لیک هم خپور کړ چې پکې راغلي، وسله والو طالبانو په دغه برید سره وښوده چې انساني، بشري او رسنیزو فعالیتونو ته هېڅ ډول درناوی نه لري.
د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون به په بیلابیلو پړاوونو کې ددغه برید ځواب ووايي او خپلې پریکړې به په پرله پسې توګه له خلکو سره شریکې کړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون وايي باید په رسنیز ډګر کې د یو لړ ځ اخلاقي معیاروو په پام کې نیولو سره ځینې کودونو تغیر وکړي.

دغه راز، د کورنیو چارو وزارت هم دا پيښه غندلې او ویلي یې دي چې ملي پولیس کابل ښار کې د دغه برید د پلټنې هڅې کړندۍ کړي چې پایلې به یې ډير ژر له خلکو سره شریکې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن کابل کې خبري غونډې ته وویل ملي پولیس له ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخېستنې د خبریالانو او رسنیزو فعالیتونو امنیت خوندیتوب له پاره چمتو دي.
بل خوا د سمون او بدلون له پاره د ځوانانو شبکې دیوې خبري غونډې پرمهال کابل کې د دولت وسله والو مخالفینو پردې کړنو نیوکه وکړه او له ښکېلو لورو یې وغوښتل چې له دې وروسته دې د خبریالانو په نښه کولو لاس واخلي.
خبري غونډې ته د دې شبکې ویاند وویل، چې همدغه خبریالان دي چې د ښکېلو غاړو غږ تر نړیوالو پورې رسوي.
په همدې اړه نن سهار جلال اباد ښار کې لسګونو خبریالانواو مدني فعالانو د اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د طلوع تلویزیون پرکارکوونکو برید په کلکو ټکو وغانده او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتنه وکړه چې خبریالان دې نه په نښه کوي.





