
ټاکل شوې، چې ایران به ۹ ټنه غني شوي یورانیم د ۱۴۰ ټنو کم غلظت لروونکو یورانیم په بدل کې روسیې ته صادر کړي.
د ایران د اټومي سازمان رییس علي اکبر صالحي ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و، چې د ۲۰۱۶ز کال تر جنورۍ میاشت پورې به له ۸ ټنو زیات غني شوي یورانیم روسیې هېواد ته صادر کړي.
له ایران څخه د غني شویو یورانیمو صادرول د پنځو جمع یو هېوادونو له لومړنیو هوکړو څخه ده.

ایران پر ده د لګول شویو اقتصادي بندیزونو د لرکولو له پاره په دویم ګام کې د اراک اټومي مرکز څخه باید د اب سنګین هستوي بټۍ وباسي او د یورانیمو زرګونه غني کوونکي سانټریفیوزونه ویجاړ کړي.
د ایران اټومي فعالیتونو د له منځه وړلو له پاره لویدیځو هېوادونو پر دغه هېواد اقتصادي بندیزونه ولګول او ایران یې له اقتصادي اړخه منزوي کړ.
په ورته وخت کې ایران د پنځو جمع یو هېوادونو سره له هوکړې وروسته د تهران بالستیک توغندی ازمایښت کړل.
دغه توغندي د هستوي خولې د لېږد وړتیا لرله، چې دغه کار د امریکايي سناتوران غوسه راوپاروله او وویل، چې پر ایران دې د اقتصادي بندیزونو په برخه کې له سره غور وشي.





