د ټاکنیز سمون کمېسیون چارواکي وايي، چې د ټاکنو په نظام کې د سمون را منځته کولو په برخه کې د وړداندیزونو وروستۍ کڅوړه به سبا ته "دوشنبې" اجرایه ریاست ته ور ولېږل شي.
د دغه کمېسیون مرستیال صدیق الله توحیدي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په ټاکنیز نظام کې بدلون، د ټاکنیزو حوزو بدلون، د روڼتیا کمېټې جوړول هغه درې وړاندیزونه وو، چې ولسمشر څه وخت مخکې د زیاتو څېړلو له پاره بېرته دغه کمېسیون ته ورلېږلي وو.
د توحیدي په خبره، دغه کمېسیون په تېرو پنځو میاشتو کې ټول اصلاحاتي موارد د ټاکنو برخې کارشناسانو سره شریک کړي وو او د ټاکلي مهلت له مخې یې د یوې طرحې په اساس جوړ کړل.
همدا ډول د دغه کمېسیون مرستیال وايي، چې د یادو درېيو وړاندیزونو سربېره یې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو څېړل، د کلیو شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پيل او څرنګوالي یې وړاندیز کړي دي.
د یادونې ده، چې د ټاکنیز نظام د سمون کمېسیون شاخوا ۶ میاشتې مخکې د اصلاحاتو یوه کڅوړه حکومت ته وړاندې کړه، چې ټولټال د وړاندیزونو لس برخې په کې شاملې وې او له دغو وړاندیزونو څخه ۷ و منل شول.
څه وخت مخکې ولسمشر د یوه تقنیني فرمان په ترڅ کې د غوراوي کمېټې جوړولو حکم ورکړ.
خو ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د تېرې شنبې ورځې ولسي جرګې په غونډه کې د غوراوي کمېټې کار پیلو د قانون خلاف کار وباله او و يې ویل، چې تر اوسه پورې ولسمشر فرمان د ټاکنو کمېسیونونو د صلاحیت په برخه کې د جرګې له خوا تاید او یا رد شوی نه دی.
هغه دا هم وویل، چې د ولسمشر دغه کار د قانون خلاف دی.