د میدان وردګو ۵۰۰ معلولینو ته د دوو کالو حقوق نه دي ورکړل شوي

د ولایت مرکز میدان ښار په ګډون د یو شمیر ولسوالیو معلولین ادعا کوي، چې له تېرو  دوو کلنو راهیسې یې تقاعد نه دی اخیستی.   

دغو معلولینو سلام وطندار ته وویل،  څوک چې واسطه لري کولی شي خپله تنخوا ترلاسه کړي، خو بې واسطې کسان تنخوا نه شي اخیستلی.

د سباوون په نوم یو تن وايي، چې له دوو کلونو راهیسې هره ورځ د خپل حقوقو د ترلاسه کولو له پاره اړوندو ادارو ته مراجعه کوي، خو تر اوسه پورې ډک لاس کور ته نه دی تللی.

یو بل تن د اختر محمد په نوم د جلریز ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، چې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته يې حق نه دی رسیدلی او تر اوسه يې غږ د هيڅ دولتي مقام له لوري نه دی اورېدل شوی.

خو د میدان وردګو ولایت د کار ټولینزو چارو شهیدانو او معلولینو رییس محمد اسلم " حسین " سلام وطندار سره په اړیکه کې د دوی پر ادارې لګیدلي تورونه ردکړل چې ګنې د معلولینو حقونه یې خوړلي دي.

ښاغلي حسین زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې معلولینو ته خپل حقونه ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د معلولینو نیوکې پرځای دي، ځکه په وينا يې په دغه ولایت کې ۴۲۰ کسانو ته خپل حقونه، نه دي ورکړل شوي.

هغه وویل: "موږ هڅه کوو د دوی حقونه ورکړو او په خپل ولایت کې ورته د کار زمینه برابره کړو."

څه موده مخکې د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیرې نسرین اوریا خیل ویلي، چې شاخوا ۵۰ زره خیالي معلولین پیسې ترلاسه کوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام