په روسیه کې د رواني ناروغيو په یو روغتون کې اورلګېدنه

 

د "روشیا ټوډی" خبري اژانس د راپور پر بنسټ نن (یک شنبې) د روسیې په "ورونیش" سیمه کې د یوې زورورې اورلګېدنې له امله ۲۱ تنه ووژل شول او ۲۴ تنه نور ټپیان شول.

په دې اړه د روسیې چارواکو خبر ورکړی، چې د ۱۹ تنو جسدونه د اور له سیمې را وېستل شوي دي او د دوو نورو جسدونه په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

دوی زیاتوي، چې په دې اورلګېدنه کې تر اوسه پورې د دوه تنو جسدونه تري تم شوي دي.

دغه اورلګېدنه په یوې عقلي عصبي روغتون کې رامنځته شوې ده.

دغه روغتون د روسیې د "ورونیش" سیمې تر ټولو لوی روغتون دی، چې  په منځني ډول په دغه روغتون کې شاوخوا ۷ سوه ناروغان بستر وو.

د روسیې چارواکي وايي، چې د دغه اورلګېدنه د برېښنايي سیستم د ستونزې له امله پېښه شوې ده او زیاتوي، چې په روغتون کې د کارول شویو لرګیو له امله اور ۶ سوه متر مربع سیمې په اندازه پراختیا پیدا کړه او د روغتون چت راولوېد.

ویل کیږي، چې د چت رالویدلو له امله د تلفاتو شمېر زیات دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د روسیې د درملنې په مرکزونو کې اورلګېدنې دا ډول پېښه رامنځه کیږي، دوه کلونه مخکې هم د "مهیب" په نوم د درملنې په یوه مرکز کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۳۸ تنه وژل شوي وو او په ۲۰۰۸ ز کال کې د زیات عمر لرونکو په استوګن ځای کې د اورلګېدنې له امله ۲۳ تنه سوځېدلي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام