
له پاکستانه راپورونه وايي، چې د تېلو ټانکر کې د اور لګېدنې له امله چاودنه شوې او شاوخوا ۱۲۳ تنه یې وژلي او له ۱۰۰ زیات یې ټپيان کړيدي.
د پاکستاني چارواکیو پر وینا، ډېر وژل شوي کسان هغه وګړي وو، چې د تېلو په ټانکر کې له پخوا نه د اور لګېدنې نه پپه پاتې شویو موادو وړلو پسې راغلي وو.
ناتایید شوي راپورونه وايي، چې ټانکر د چټک مزل له امله ټکر کړی و او اور یې اخیستی و.
د پېښې ډېر قربانیان نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.
د راپورونو پر اساس پاکستانۍ چورلکې د ټپيانو په لېږدولو بوختې دي.

د اور وژنې اطفايې د پېښې ځای ته رسېدلي او هڅه کوي، چې د پېښې مخنیوی وکړي.
پاکستاني پولیس وايي، چې دغه ټانکر کې پنځه ویشت زره تېل بار وو او کراچۍ نه د لاهور په لوري روان وو.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې اور لګېدنې دا چاودنه په سیمه کې د سېګرټ د څکولو له امله رامنځته شوېده. ویل کېږي، چې ښايي د پېښې د قربانیانو شمېر زیات شي.





