
په یوه ارامه ورځ، چې کله کبرا له کاره ستړې د کور پر لور راغله؛ د دروازې په پرانېستلو یې د خپلې لور چغې او فریادونه واورېدل. د کبرا د لور ژړا د دې لامل شوه، چې هغه په وارخطايۍ سره انګړ ته ننوزي. دا ورځ بیا هم د تل په څېر د وهلو- ټکولو له صحنې سره مخ شوه. دا ځل یې مېړه ۱۶ کلنه لور د پښو لاندې کړې وه او د هیڅ ډول ګوزار درېغ یې پرې نه و کړی.
کبرا له پنځه ویشت کلونو راهیسې په دې ډول چاپېریال کې ژوند کوي. د هغې پر وینا، داسې سهار نه شته، چې د مېړه پر لغتو راویښه او د شپې په چغو او فریاد ویده نه شي. هغه چې د څلورو هلکانو او څلورو نجونو مور ده؛ د کابل ښار په یوه غریبانه سیمه کې ژوند کوي.
کبرا وايي، لورګانې یې د ښوونځي له پاره، له کوره د وتلو پر سر وهل شوې دي او مېړه یې له هر ډول الې نه په ګټنې سره، پر هغوی ګوزارونه کوي. د کبرا پر خبره، مېړه یې نه تېشه ګوري، نه کلنګ او نه هم د کوهي رسئ ته، بلکې خپله عقده تشوي او موږ تر مرګه وهي. په خپله د کبرا لاس او پښه د وهلو له امله مات شوي دي. هغې موږ ته د خبرو پر وخت خپل مات شوی وجود او زمخمونه راوښودل.
په دې وروستیو کې یې مېړه، لور ښوونځي ته د تګ په بهانه، د اوبو پر پایپ دومره وهلې وه، چې د کورنۍ غړو یې د ګرځېدلو تمه نه لرله. د هماغې ورځې پر سبا د کبرا ۱۶ کلنې لور په پخلنځي کې ځان راوځړولو او مړه شوه.
کبرا وايي، چې د لور له مړینې وروسته یې مېړه د پنځو کلونو له پاره زندان ته ولوېد. ۱۹ کلن زوی یې هم د غلا په تور په بند محکوم شو او اوسمهال د کور ګټه وټه، همدې ته ورترغاړې ده.
کبرا وايي، هغه او اولادونه یې د مېړه د راخوشې کېدلو په وېره کې دي او پرېکړه یې کړې ده، چې څنګه له بنده راخوشې شي او وژني یې، ځکه دي ډاډه که دوی ورسره دا کار ونه کړي؛ مېړه یې ورسره کوي.
کبرا همدااوس په یوه دولتي اداره کې د پاک کارې په توګه کار کوي او هره میاشت ۶ زره افغانۍ معاش اخلي، چې په دې یې کورنۍ اړتیاوې نه پوره کېږي.





