
د بادغیس ولایت ځېنې اوسېدونکي، د دغه ولایت ولسي جرکې او د ولایتي شورا استازي وايي، چې په دغه ولایت کې د ۴۶۰ بابه ښوونځیو څخه د نیمايي ښوونځیو دروازې د امنیتي ننګونو له کبله تړل شوي دي.
د ولسي جرګې غړی قاضي عبدالرحیم رهین وايي، چې په بالامرغاب، مقر، جوند او غورماچ ولسوالیو کې د طالبانو پراخ فعالیت له امله هیڅ ښوونځي موجود نه دی او یواځې د کاغذ پر مخ ښوونځي موجود دي.
رهین وايي، چې دغه ښوونځي د حکومت نه پاملرنې له امله د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
ویل کیږي، چې وسله وال طالبانو په دغو څلورو ولسوالیو کې پراخ حضور لري.

د بادغیس ولایتي شورا رییس حاجي محمد ناصر نظري وویل، چې په دغه ولایت کې د پوهنې حالت د اندېښنې وړ دی او وايي، چې د بالامرغاب، مقر، جوند او غورماچ ولسوالیو سر بېره په ابکمری کې زیات شمېر ښوونځي د طالبانو د نظامي او ټولنیزو فعالیتونو له امله تړل شوي دي.
په باد غیس ولایت کې د وسله والو طالبانو ګواښ سر بېره د مسلکي ښوونکو نه موجودیت او د ښوونکو کم حقوق په دغه ولایت کې د پوهنې په مخکې له نورو ستونزو دي.
د بادغیس والي مرستیال فیض محمد میرزاد د دغه ولایت د ولایتي شورا او ولسي جرګې وکیلانو خبرې د دوی شخصي نظر ګڼي.
دی وايي، چې تر اوسه پورې د ښوونځیو د تړکېدو په اړه کشفي او امنیتي بنسټونو رسمي شمېرې نه دي خپرې کړي.
بادغیس د هېواد په لویدیځ کې له ناامنه ولایتونو دی، چې څو میاشتې مخکې وسله والو طالبانو د دغه ولایت بالامرغاب ولسوالۍ د یو برید په ترڅ کې دوه ورځې په خپله ولکه کې وساتله.





