د کابل پوهنتون شپني پوهنځیو استادانو بیا تحصن وکړ

ټاکل شوې وه، چې تېره ورځ د کابل پوهنتون د شپني پوهنځیو د وروستي سمستر لومړنۍ ازموینه واخیستل شي، د استادانو د تحصن په اساس دغه ازموینه پاتې شوه.

د دغو پوهنځیو زده کړیالان وايي، سره له دې چې خپل تحصلي لګښت په وخت ورکوي او د زیاتو ستونزو سره ټولګیو ته راځي، خو استادانو یې د معاشونو د نه ترلاسه کولو له کبله تحصن کوي.

هغه زده کړیالان چې د دولتي پوهنتونو په شپنیو پوهنځیو کې زدې کړې کوي، د خپلو زده کړو له پاره ټاکل شوې پیسې ورکوي او هغه استادان چې په شپني پوهنځي کې درس ورکوي ځانګړي معاش ورکول کیږي.

د دغو پوهنځیو زده کړیالان د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوهنتون ریاست د استادانو د معاشونو ورکولو د ستونزې دایمي حل په برخه کې په نه پاملرنې تورنه وي.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي زده کړیال میلاد وايي، چې استادان دې د خپلو حقونو تر لاسه کولو له پاره بله لاره ولټوي او زده کړیالان دې د دغې مسلې قرباني نه کړي.

د کابل پوهنتون ځېنې استادان وايي، چې د لوړو زده کړو وزارت له دوه کلونو راهېسې د شپنیو هنځیو استادانو معاشونه په ځند سره ورکوي او د دې ستونزې د حل له پاره منظم پلان نه لري.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد عبدالجمیل شېرزاد وايي، چې په شپني پوهنځي کې درس ورکوي او د روان کال له جوزا میاشتې راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.

نوموړې په دې باور دی، چې ځېنې مسولین په لوی لاس سره دغه کار کوي.

د ژورنالیز پوهنځي استاد جاوید سکوت وايې، چې د دوی تحصن د خپلو حقونو تر لاسه کولو پورې دوام وکړي.

په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت د ویاند مرستیال اختر محمد عبیر د کابل پوهنټون شپني پوهنځیو د تحصن څخه بې خبري څرګندوي او وايي، چې دغه استادان د لوړو زده کړو وزارت د نوي قانون د ځېنو مادو سره ستونزې لري او په همدې خاطر یې اعتراض کړی دی.

دغو استادانو دریې اونۍ مخکې هم تحصن کړی و او د لوړو زده کړو وزارت ژمنه کړې وه، چې ستونزې به یې حل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام