د یوټوپيا په نامه افغاني فلم، چې څه موده وړاندې د اسکار نړیوالې جایزې ته نوماند شوی و، د ځېنو دلایلو له مخې، د جایزو له نوملړه پاتې شو.

فلم ولې له نوملړه لرې شو؟

 په دې به وروسته خبرې وکړو، خو لومړی به د یوټوپيا فلم کیسې ته لنډه کتنه وکړو.

یو ټوپیا فلم درې جلا کیسې لري، دغه کیسې د انسانانو د یوازېتوب په اړه دي، چې یوه یې له افغانستان نه، بله یې له هند نه او دریېمه کیسه یې له سکاټلنډ نه پيلېږي.

د فلم مرکزي لوبغاړې د (جانان) په نوم افغانه ښځه ده، چې خاوند یې په جګړه کې ټپي شوی وي. د جانان خاوند نه خبرې کولی شي او نه هم حرکت، خو له دې سره- سره بیا هم دغه افغانه مېرمن غواړي، چې مور شي.

جانان په دې نه پوهېږي، چې څنګه ماشوم پيدا کړي، بلاخره یوه ورځ په خپل کارځای کې له یوې ښځې سره ګوري، هغه ورته د مصنوعي القاح (IVF) په اړه معلومات ورکوي او جانان هم دا پرېکړه کوي، چې د مصنوعي القاح په مرسته یو ماشوم زېږوي.

مېرمن جانان د هغې ښځې پر مرسته له ډاکټر ویلیم سره اړیکه نیسي، ډاکټر ویلیم په سکاټلنډ کې د یو طبي پوهنتون زده کړیال وي، د ویلیم پلار په افغانستان کې د یو پوځي ماموریت په ترڅ کې وژل شوی وي او د پلار وژل کېدل، ویلیم ډېر ځوروي، ویلیم له خپلې معشوقې او ملګري سره تر جلا کېدلو وروسته ډېر یواځې او خپه کېږي، مېرمن جانان، چې کله سکاټلنډ ته ورشي، ویلیم یې په لیدو د خوښۍ احساس وکړي او ډېره غلاقه ورسره وښيي، بلاخره پرېکړه وکړي، چې جانان ته به خپل سپرم ورکوي او د مصنوعي القاح په مرسته به ماشوم زېږوي.

درېیمه کیسه د هند په جایپور کې د راهول نومي کس کیسه ده، چې د راهول مېرمن مړه شوې وي او هغه د خپګان ختمولو له پاره راهول د شرابو په بار (میخانو) ګرځي.

هلته شخړه کوي او شپږ میاشتې بندي کېږي. د راهول لور او زوم یې ورته یوه ټکسي اخلي، چې له شخړو او میخانو خلاص شي.

ویلیم جانان ته خبر ورکوي، چې هند ته دې ورشي، ویلیم هم هلته ورځي او هلته ورته وایي، چې تا ته ما خپل سپرم درکړی دی او ستا په خېټه کې ماشومه زما هم ده، دی غواړي؛ چې د ماشومې پلار شي.

افغانه مېرمن جانان تر ډېر فکر وروسته د راهول په مرسته له هنده خپل هیواد ته راتښتي او فلم په همدې ځای ختمیږي.

دغه فلم څه موده مخکې د اسکار جایزې ته نوماند شوی و، دغه فلم جوړونکې ملالۍ ذکریا هیله منده وه، چې د یوټوپیا فلم به لومړی مقام ګټي؛ خو د وسدام په نوم ویبسایټ خبر د اغلې ذکریا هیلې له خاورو سره خاورې کړې.

د اسکار اکاډمۍ دغه فلم د بهرنیو ژبو د فلمونو په کټګورۍ کې نوماند کړی و، خو وروسته همدې اکاډمۍ د اسکار د قانون د ۱۳ مادې له مخې دغه فلم د نوماندۍ له نوملړه لرې کړ او لامل یې دا ښودلی دی چې په دغه فلم  د بهرنیو ژبو په پرتله انګلیسي زیاته ده، نو دغه انګلیسي فلم دی او د اسکار د بهرنیو ژبو په کټګورۍ کې نشي راتللی.

د اسکار اکاډمۍ پر دې پریکړې د افغاني فلمونو جوړوونکو اتحادیې هم شکایت کړی، چې فلم ۴۸ دقیقې هندي، دري او فارسي ډيالوګونه لري.

د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشر اسکار اکاډمۍ ته ویلي، چې دوی جایزې ته د نوماند کېدو له پاره په دې کیفیت بل فلم نه لري.

افغانستان له ۲۰۰۲  ز کال راهیسي د اسکار جایزې ته لاره موندلې چې تر دې دمه یې ۱۰ لس فلمونه نوماند شوي خو له بده مرغه هیڅ یو فلم یې د ۹ غوره فلمونو وروستي پړاو ته لاره نه ده موندلې.

د اسکار کمیټې اعلان کړی و، چې افغانستان د دې فلم پر ځای اسکار ته د یوه بل فلم د لیږلو موقع لري، خو له بده مرغه ،په افغاني سینما کې بل داسې فلم نشته، چې سږ کال دې د اسکار جایزې ته نوماند شي.

د اسکار جایزې ګټونکي فلم د اعلانولو مراسم به د ۲۰۱۶ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۸ د امریکا په لاس انجلس ښار کې جوړ شي.

یوټوپیا فلم کې ۴۸ دقیقې هندي، اردو، او فارسي ډيالوګونه دي او ۳۷ دقیقې یې بیا یواځې انګلیسي دی، چې دغه کار یې له نوملړه د لویدو لامل شوی دی.

په فلم کې بهرنیو لوبغاړو هم کار کړی دی او د ځېنو ایراني رسنیو په حواله دا فلم هم په اصل کې ایرانی دی، چې د افغانستان په استازیتوب اسکار ته نوماند شوی و.

د یوټوپیا فلم کیسې، لوبغاړو، ژبې، موضوع، لوکیشنونو … ته په کتو دا رښتیا هم شکمنه ښکاري، چې دا فلم دې سوچه افغاني وبلل شي.

په تېرو څو کلونو کې افغاني سینما څومره پرمختګ کړی دی، د ښه کیفیت لرونکي زیاتره فلمونه یې د بهرنیانو لخوا جوړ شوي او د پروژو په شکل وړاندې شوي دي.

په دې فلمونو کې له بده مرغه د افغانستان اصیل کلتور ته هیڅ پاملرنه، نه ده شوې او په ځېنو برخو کې ناسم انځور هم نړۍ ته وړاندې کړی دی.

که د اسکار او نورو ورته جایزو له پاره په ښه کیفیت فلمونه جوړیږي، نو د فلم جوړوونکو یو مسولیت دا هم دی، چې سوچه افغاني فلم جوړ کړي او نړۍ ته د افغاني کلتور، ستونزو او حالاتو رېښتني انځور وړاندې کړي.

د فلم نوم: ارمان شهر/ یوټوپيا / Utopia

لارښود: حسن ناظر

لیکوال: امیر اغايي                

لوبغاړي: ملالۍ ذکریا ، اندریو شاویر، نور…

موسیقي: ارمان موسی پور

ریلیز: ۲۰۱۵ ز

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام